د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند په پاکستان کې د نویو انتخاباتو غوښتنه وکړه


د بټخېلې جلسې ته ګڼ خلک ورغلي ول
د بټخېلې جلسې ته ګڼ خلک ورغلي ول

بټخېله - د خیبر پښتونخوا پخواني اعلا وزیر او د عوامي نیشنل ګوند یوه مخکښ مشر امیرحیدر خان هوتي ویلي دي چې د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت او هېواد یوځای نشي چلېدای.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۶مه د ملاکنډ په بټخېله کې جلسې ته په وینا کې پر حکومتي تګلارو انتقاد وکړ او ویې ویل چې د پالیسیو له وجې یې هېواد زیانمنېږي.

هوتي تور پورې کړ چې پاکستان تحریک انصاف د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې په درغلۍ واک ته ورسېد نو ځکه له سره د انتخاباتو غوښتنه کوي:

"زموږ فیصله، د ولس فیصله، ستاسې فیصله ډېره واضحه ده چې موږ سېلېکټېد حکومت نه منو. موږ په ټول ملک کې نوی انتخاب غواړو."

د پاکستان انتخاباتو کمېشن په بیا بیا ویلي دي چې انتخابات پاک، راڼه او منصفانه ول.

پاکستان تحریک انصاف او وزیراعظم عمران خان تر انتخاباتي بریا وروسته ویلي ول چې له اپوزیشن سره د درغلۍ د تورونو پلټنو ته تیار دي.

ټاکل شوې وه چې د عدم تشدد د فلسفې لاروي او له برتانیې څخه د هند د ازادۍ مخکښ مبارز باچا خان د اوونۍ په مناسبت غونډې ته اسفندیار ولي خان هم ورشي خو د هغه د ناروغۍ له وجې یې پیغام زوی اېمل ولي خان ولوست.

د بټخېلې جلسې ویډیويي رپورټ

پي ټي اېم هم جرګې ته رابولو: اېمل ولي خان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00

جلسې ته په وینا کې د عوامي نیشنل ګوند یوه بل مخکښ میا افتخار حسین د جنورۍ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د درو وزیرانو ګوښه کېدو ته په اشاره وویل چې په صوبه کې د تحریک انصاف په حکومت کې اختلافات جوت شوي دي.

خو د اطلاعاتو صوبايي وزیر شوکت یوسفزي د جنورۍ پر ۲۶مه رسنیو ته وویل چې د وزیرانو لرې کول د ګوند داخلي موضوع ده او ورسره حکومت ته هېڅ ګواښ نه پېښېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG