د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ګورنر درې وزیران له کاره لرې کړل


د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ ودانۍ
د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ ودانۍ

د خیبر پښتونخوا چیف سېکرټر د جنورۍ پر ۲۶مه په یوه بیان کې ویلي دي چې ګورنر شاه فرمان د خپل اییني واک په کارولو د کابینې درې وزیران له دندو ګوښه کړي دي.

په لرې شویو کې د لوبو، کلتور او سیلګرۍ چارو وزیر عاطف خان، د روغتیا وزیر شهرام تره کی او د مالیاتو وزیر شکیل احمد شامل دي.

بیان وايي، یاد کسان د امر له خپرېدو سره سم، نور وزیران نه دي پاتې.

ګورنر شاه فرمان د خپل اییني واک په کارولو د کابینې درې وزیران له دندو ګوښه کړي دي.
ګورنر شاه فرمان د خپل اییني واک په کارولو د کابینې درې وزیران له دندو ګوښه کړي دي.

د پاکستان د ایین ۱۳۲ او ۱۰۵مې مادې ګورنر ته د وزیرانو د لرې کولو واک ورکوي.

په بیان کې د وزیرانو د ګوښه کولو وجه نه ده ښوول شوې.

له اوږدې مودې راهیسې داسې رپورټونه ول چې ځینو وزیرانو له اعلا وزیر محمود خان سره اختلاف لاره.

د جنورۍ پر ۱۴مه د خیبر پښتونخوا سینیر وزیر عاطف خان له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال پر ځینو حکومتي کارونو تحفظات ښکاره کړي ول.

له عاطف خان سره ویډیويي مرکه

د جنورۍ پر ۲۳مه د صوبايي کابینې په غونډه کې له اعلا وزیر سره د ځینو وزیرانو د ناندریو وهلو رپورټونه هم خپاره شوي ول خو د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي هغه مهال خبريالانو ته په حکومت کې د اختلافاتو رپورټونه رد کړي ول.

له دندو لرې شویو کسانو لا د ګورنر اقدام په اړه څه نه دي ویلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG