د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې د باچاخان ۳۲م تلین ولمانځل شو


په جلال اباد کې د جنورۍ پر ۲۲مه یوې خپلواکې مدني ټولنې ګندهارا د عدم تشدد د فلسفې لاروي او خدايي خدمتګار تحریک مشر فخر افغان (باچا خان) دوه دېرشم تلین د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځه چې یو شمېر ټولنیزو فعالانو په کې د هغه په ژوند، مبارزه، او ټولنیزو هلو ځلو ویناوې واورولې.

غونډې ته د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند هم وینا واوروله. نوموړي په خپلو خبرو کې باچا خان په پښتنو کې د تربګنیو د له منځه وړلو، د تعلیم خپرولو او یووالي مبلغ یاد کړ.

خان عبدالغفارخان ( باچا خان) په ۱۸۹۰ ز کال د خیبر پښتونخوا چارسدې په اتمانزو کې زیږېدلی وو او په ۱۹۸۸ ز کال د جنوري په شلمه نېټه په پېښور کې ومړ او د هغه له وصیت سره سم په جلال اباد کې د هغه په خپل کور کې خاورو ته وسپارل شو.


هغه وویل: ''د باچا خان ژوند ټوله فلسفه پر دې ولاړه وه چې څنګه خپل قوم راویښ کړي، څنګه په خپل قوم کې خپلمنځی تاوتریخوالی له منځه یوسي، څنګه خپل قوم د تعلیم لوري ته راکښ کړي او څنګه د خپل قوم لپاره د یوه ازادې او مستقیلې لارې نښې او نښانې وټاکي.''

د غونډې بل ویناوال ټولنیز فعال اسدالله ښالېز و، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې باچا خان د یو داسې سرکښه قوم لپاره مبارزه کوله چې یو بل نه زغامه.

شالېز زیاته کړه: ''باچا خان داسې يو څوک و چې نه پخوا موږ د ده په څېر الګو لرله او نه يې اوس لرو. یو څوک چې خپله خاني او نوابي پرېږدي، هغه څوک چې خپل مرفوع ژوند پرېږدي او ډېر ځل په مزل کې د دې څپلۍ شلېږي، لوڅې پښې په بانډو ګرځي او پښتون سړيتوب ته رابولي خو هند ته يو مننونکي ولس په برخه شوی و او باچا خان ته په خېل، قبیله، هډوکي، اشيره او پخت ویشلی ولس.''

دې غونډې ته د سویلي پښتونخوا د لورلايي پوهنتون استاد ډاکټر صادق ژړک هم وینا واروله، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: ''موږ د باچا خان, غازي امان الله خان او د نورو مشرانو ارمانونه تر هغې سر ته نه شو رسولی چې لومړی مو خپلځانونه نه وي پېژندلي.''

خان عبدالغفارخان ( باچا خان) په ۱۸۹۰ ز کال د خیبر پښتونخوا چارسدې په اتمانزو کې زیږېدلی وو او په ۱۹۸۸ ز کال د جنوري په شلمه نېټه په پېښور کې ومړ او د هغه له وصیت سره سم په جلال اباد کې د هغه په خپل کور کې خاورو ته وسپارل شو.

د غونډې عکسونه

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG