د لاسرسي ځای

تازه خبر

بویینګ شرکت په ۷۳۷ مېکس الوتکو کې یوه بله ستونزه پیدا کړې


بوينک ۷۳۷ الوتکه (ارشېف)
بوينک ۷۳۷ الوتکه (ارشېف)

د امریکا الوتکه جوړوونکي شرکت بویینګ ویلي، د ۷۳۷ میکس الوتکو په سافټ ویر کې یې یوه نوې ستونزه کشف کړې ده.

دا ډول الوتکې چې د تخنیکي مشکلاتو له وجې وار د مخې ښکته کړل شوې دې، شرکت یې د بیا الوتنو لپاره په تخنیکي هلو ځلو بوخت دی.

بویینګ شرکت د جنورۍ پر ۱۷مه وویل، هغوی د هوانوردۍ فیډرالي ادارې ته د نوې مسلې په اړه معلومات ورکړي دي.

یو کارپوه ویلي، دا مسله د سافټ ویر په هغه برخه کې مخې ته راغلې کومه چې د دې خبرې پخلی کوي چې ایا په الوتکه کې د کلیدي سیسټمونو څارونکی سیسټم په سمه توګه کار کوي کنه؟

بویینګ شرکت وروسته له هغې په مسلو کې راګېر شو چې تېر کال یې په اندونیزیا او ایتوپیا کې دوه ۷۳۷ میکس الوتکې پرېوتلې.

په هغو پېښو کې ۳۴۶ کسان وژل شوي ول.

دغو پېښو په نړۍ کې چارواکي اړوېستل چې دغه ماډل الوتکې ښکته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG