د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځي بیان خلاف د خیبر پښتونخوا وکیلانو هړتال


پېښور کې د وکیلانو هړتال
پېښور کې د وکیلانو هړتال

د خیبر پښتونخوا وکیلانو د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د سزا په اړه د پوځ د ویاند د بیان غندنه کړې او نن یې کاربندیز کړی دی.

د خیبر پښتونخوا د وکیلانو ټولنې پرون په یوه بیان کې ویلي دي چې د پوځ د عامه اړیکو دفتر مشر مېجر جنرال اصف غفور د بیان ((کلکه غندنه)) کوي.

د پېښور های کورټ د وکیلانو د ایسوسي اېشن مشر عبدالطیف اپرېدي په دغه اړه مشال راډيو ته وویل، وکیلان په دې نظر دي چې د هېواد هره اداره دې په خپل حد کې دننه کار وکړياو د بل چا په کار کې دې لاسوهنه نه کوي.


ښاغلي ابرېدي زیاته کړه: 'اوس عدالت دغه یو تن ته د مرګ سزا اورولې ده خو پوځیان وايي چې دې سړي د پوځ او د ولس ۴۰ کاله خدمت کړی دی او دا غدار نه شي کېدلی خو موږ وکیلان په دی نظر یو چې د داسې بیانونو خپرولو پرځای دې دوی سپریم کورټ ته ولاړ شي، نو هلته کې به بیا په تفصیل سره د دې ټولو خبرو څېړنه وشي.'

د اسلام اباد یوه ځانګړي عدالت د نهې پر ورځ پروېز مشرف ته له هېواد سره د ستر خیانت په تور د مرګ سزا واوروله چې وروسته د پوځ ویاند په بیان کې دا پرېکړه 'دړدوونکې' وبلله. پوځ په بیان کې دا هم ویلي ول چې د مقدمې بهیر شفافه نه وو او زیاته کړې یې وه چې مشرف د هېواد خادم وو، نو خیانت کله کولای شي؟

د خیبر پښتونخوا د وکیلانو ټولنې په چارشنبه په یوه بیان کې ویلي چې د پوځ د ویاند څرګندونې د عدالت د سپکاوي معنا لري. بیان همداراز، د عدالتي فیصلې په اړه پر حکومتي غبرګون هم انتقاد کړی دی او د همدې له وجې نن د خیبر پښتونخوا له عدالتي چارو یې پرېکون اعلان کړی دی.

په پېښور کي کارکوونکې یو بل وکیلا اعجاز مومند وايي د وکیلان کار بندېز د عدلیې د احترام لپاره دی او تر څو چې د پروېز مشرف خبره ده نو هغه یا د هغه وکیلان کولی شي چې په سپریم کورټ کي د دغه فیصلې پرضد اپیل وکړي.

ښاغلی مومند زیاتوي دا وخت په هېواد کې ستره محکمه موجود ده، نو که دوی سپریم کورټ ته اپیل وکړي، کیداي شي هغه عدالت دا پرېکړه منسوخه کړي او دغه مقدمه بیا له سره کړي. د نوموړي په وینا عدالتونه چې څه هم فیصله کوي هغه په راتلونکې وخت کې د هېواد د سالمیت لپاره وي.

پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف دعوی کوي چې د شخصي دښمني په بنیاد ورته د مرګ سزا اورول شوی ده.

پرویز مشرف په دوبۍ کې له هسپتاله په ریکارډ شوي ویډیويي پیغام کې، چېپر پاکستانیو رسنیو خپور شوې، وویل چې تحقیقاتي کمیټۍ ته بیان ورکولو ته تیار و خو دا له پامه وغورځول شو.

نوموړي د عدالت فیصله مشکوکه وبلله او تور یې پورې کړ چې ده ته یا وکیل ته یې د څه ویلو موقع ور نه کړل شوه او د قانون د بالا دستۍ خیال هم پکې نه دې ساتل شوی. مشرف زیاته کړه له خپلې قانوني ډلې سره تر سلا وروسته به خپل راتلونکی لانحه عمل په ډاګه کوي.

حکومت هم ویلي چې پروېز مشرف ته د مرګ سزا پرېکړه به په عدالت کې چېلنجوي.

د پروېز مشرف پر ضد، د ۲۰۰۷ م کال د نومبر پر ۳مه په هېواد کې د بیړني حالت لګولو له کبله د مسلم لیګ ن د واکمنۍ پر وخت په ۲۰۱۳ م کال کې د غدارۍ مقدمه درج شوې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG