د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال مشرف: د شخصي دښمنۍ پر اساس مې مقدمه اورېدول شوې


جنرال مشرف (ارشېف عکس)
جنرال مشرف (ارشېف عکس)

د پاکستان پخواني پوځي امر جنرال مشرف ددې هېواد د ځانګړې عدالت له لورې هغه ته د مرګ سزا فيصله مشکوکه بللې ده.

د وقار سېټ په مشرۍ د ځانګړې عدالت درې کسيزه بنچ د ډېسېمبر پر ۱۷مه نېټه د ايين ماتولو او غدارۍ په مقدمه کې په مجرم ګرځولو سره پروېز مشرف ته د مرګ سزا اورولې وه.

تر فیصلې يوه ورځ وروسته د ډېسمېبر پر ۱۸ مه نېټه جنرال مشرف له دوبۍ څخه د پرېکړې په غبرګون کې يو ويډيويي پيغام خپور کړ.

نوموړي په دې پيغام کې ويلي، د عدالت فيصله ځکه مشکوکه ګڼي چې دده په وينا له پیله بيا تر پايه پورې پکې د قانون د واکمنۍ خيال نه دی ساتل شوی.

د پاکستان چيف جستس اصف سعيد کهوسه
د پاکستان چيف جستس اصف سعيد کهوسه

هغه ادعا وکړه چې د داسې فيصلې مثال نه دی ليدل شوی چې دده په خبره پکې نه مدعي او نه هم د هغه وکيل پخپله دفاع کې خبره وکړای شي.

جنرال مشرف دا ادعا هم وکړه چې د ټيليويژن له لارې له عدالتي فیصلې خبر شو.

نوموړي دا دعوی هم وکړه چې عدالت ته يې وړاندېز کړی وو چې ان که يو ځانګړی کمېشن وي او هغه ورشي نو دی خپل بيان ورکولو ته تيار دی خو د جنرال مشرف په خبره دا وړاندېز هم له پامه وغورځول شو.

پروېز مشرف تور پورې کړ چې د ځينو کسانو له ده سره د شخصي دښمنۍ پر اساس د هغه پرضد مقدمه واورېدول شوه چې دده په وينا پکې يوازې يو کس په نښه کړل شو.

البته هغه نه د چا نوم واخيست او نه يې هم د خپل دې تور په ملاتړ کې کوم ثبوت وړاندې کړ.

داسې فيصله مثال نه دی ليدل شوی چې پکې نه مدعي او نه يې هم وکيل پخپله دفاع کې خبره وکړای شي.
جنرال مشرف

جنرال مشرف وويل چې د پاکستان د عدالتونو ډېر احترام کوي او دده په خبره د سپريم کورټ چيف جسټس اصف سعيد کهوسه خپله هم ويلي دي چې د قانون پر واکمني باور لري او باید قانون د هرچا لپاره يو شان وي چې د پروېز مشرف په وينا دی پخپله هم پردې باوري دی.

نوموړي د چيف جسټس اصف سعيد کهوسه د هغه بيان يادونه هم وکړه چې پاکستاني رسنیو د هغه په حواله خپور کړی وو.

جنرال مشرف وويل چې دده په فکر د اصف سعيد کهوسه دا وينا چې زغرده انصاف يې یقيني کړی د پروېز مشرف په خبره دا د چيف جسټس د نيت او هوډ څرګندونه کوي.

خو د پاکستان سپريم کورټ د ډېسمپر پر ۱۸مه نېټه په يو بيان کې د اصف سعيد کهوسه په حواله د رسنيو خبرونه رد کړل.

رسنيو د سرچينو له قوله خبر ورکړی وو چې اصف سعيد کهوسه ويلي چې د جنرال مشرف مقدمه ډېره واضحه ده، هغه ته څو ځله موقع ورکړل شوې او د رسنيو په وينا چيف جسټس وويل چې هغوي (جنرال مشرف) غوښتل چې مقدمه اوږده شي خو بيا هم دوی دا سرته ورسوله.

جنرال مشرف د خپلې سزا په غبرګون کې ويډیويي پېغام د دوبۍ په روغتون کې رېکارډ کړی.
جنرال مشرف د خپلې سزا په غبرګون کې ويډیويي پېغام د دوبۍ په روغتون کې رېکارډ کړی.

بيان وايي چې دې خبرونو دا تاثر ورکړ چې ګواکې چيف جسټس د مقدمې په اورېدنه کې پخپله ښکېل وو.

بيان وايی چې د اصف سعيد کهوسه په حواله دا بيان بې بنياده، له ځانه جوړ کړل شوی او غلط دی.

په بيان کې له رسنيو تمه شوې چې په راتلونکې کې دې د خبرونو کره والی په پام کې نیسې.

جنرال مشرف پوښتنه راپورته کړه چې څنګه هغه ججان دده خلاف فيصله کولای شي چې په خبره دده په واکمنۍ کې يې ګټې پورته کړې وې.

د اصف سعيد کهوسه په حواله د رسنيو بيان بې بنياده، له ځانه جوړ کړل شوی او غلط دی.
پاکستان سپريم کورټ

پر جنرال مشرف د ايين ماتولو او غدارۍ مقدمه په ۲۰۱۳م کال کې د مسلم ليګ نواز حکومت جوړه کړې وه.

پر نوموړي تور پورې شوی وو چې د ۲۰۰۷م کال د نومبر پر دريېمه نېټه يې د اېمبرجنسي يا بېړني حالت په اعلانولو سره د پاکستان ايين مات کړی وو چې د اساسي قانون له مخې د دغسې يو جرم سزا مرګ وي.

د پاکستان پوځ د ډېسېمبر پر ۱۷مه نېټه پر فيصله خپګان وښود.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې ای اېس پی ار په رسمي بيان کې ويلي وو چې پوځ جنرال مشرف ته په سزا ورکولو غصه او پرېشانه دی.

بيان زياتوي چې پروېز مشرف ځکه غدار نشي کېدای چې هغه ۴۰ کاله د پاکستان خدمت کړی او ددې هېواد لپاره يې په درې جنګونو کې برخه اخيستې ده.

خو د پوځ پر دې بيان د ټولنيزو رسنيو فعالانو تنقيدونه کړی چې د دوی په خبره دا فيصله يوې ادارې ته نه بلکې يو فرد ته اورول شوې ده.

د پاکستان ګڼ شمېر سياسي ګوندونو جنرال مشرف ته د عدالت له لورې د مرګ سزا په هېواد کې د قانون واکمني په لړ کې ښه ګام بللی دی.

جنرال مشرف د پاکستان د پوځ مننه وکړه چې دده په خبره د هېواد لپاره يې د هغه خدمتونه ياد وساتل.

د پاکستان واکمن ګوند تحريک انصاف هم د جنرال مشرف پر ضد د عدالت فيصله غير شفافه بللې ده.

د ډېسمېبر پر ۱۷مه نېټه د پاکستان لوی څارونوال انور منصور په خبرې غونډه کې وويل چې دوی به د جنرال مشرف دفاع کوي او په دې لړ کې به په عدالت کې اپيل کوي.

د پاکستان ګڼ شمېر سياسي ګوندونو جنرال مشرف ته د عدالت له لورې د مرګ سزا په هېواد کې د قانون واکمنۍ په لړ کې ښه ګام بللی دی.

جنرال مشرف په ويډيويي پيغام کې ويلي چې له خپلو وکيلانو سره به تر مشورې وروسته خپله راتلونکې تګلاره ټاکي.

نوموړي د ويډيويي پيغام په پای کې د پاکستان پر عدلیې اعتماد څرګند کړ او تمه يې وښودله چې عدلیه به د قانون واکمنۍ ته په پام سره ده ته انصاف ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG