د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې له تلپاتې سولې سره مرسته کوو: عمران خان


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ډېسېمبر پر۱۷مه د سویټزرلینډ په جینیوا ښار کې د کډوالو لومړنۍ نړیوالې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي هېواد یې د افغانستان د سولې عمل پوره مرسته کوي چې دا شان د سولې وروسته په پاکستان کې مېشت افغان کډوال خپل وطن ته په خوشالۍ ستانه شي.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې د کډوالو لومړنۍ درې ورځنۍ نړیواله غونډه (ګلوبل ریفیوجیز فورم ) د ډېسېمبر پر۱۶مه پیل شوې ده چې پکې په ټوله نړۍ کې د کډوالو پر ژوند او مسلو بحثونه او خبرې کېږي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار ) چارواکي هم په دغه غونډه کې د ګډون لپاره جینیوا ته تللي دي.

وزیر اعظم عمران خان د ډېسېمبر پر ۱۷مه په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې له مشرې مېشل بېچېلټ سره هم لیدلي.

دواړو مشرانو په پاکستان کې د بشري حقونو پر وضیعت خبرې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG