د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټګیو راغلی د عمران خان حکومت په نسکورېدو دی: مولانا فضل الرحمن


مولانا فضل الرحمان په پېښور کې د حکومتي ضد جلسې ته د وینا پر مهال: ۲۰۱۹، ۰۸ دسمبر
مولانا فضل الرحمان په پېښور کې د حکومتي ضد جلسې ته د وینا پر مهال: ۲۰۱۹، ۰۸ دسمبر

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په پېښور کې د حکومت پرضد د ازادۍ مارچ په لړ کې یوې احتجاجي جلسې ته په خپله وینا کې وویل چې حکومت رانسکورولو ته نزدې شوی دی.

نوموړي د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د ټګۍ له لارې راغلی حکومت نه مني او نه یې چلېدلو ته پرېږدي.

مولانا فضل الرحمان د موجوده حکومت د احتساب او اقتصاد په پالیسیو هم نیوکې وکړې. هغه وویل چې د پېښور چټک بس پروژه هم ناکامه وبلله او زیاته یې کړه کله چې یو عدالت د دې منصوبې پلټنې پیل کړي نو د تحریک انصاف حکومت د بل عدالت تر شا پټ شي.

پېښور کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ حکومت ضد غونډه: ۲۰۱۹، ۰۹ دسمبر
پېښور کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ حکومت ضد غونډه: ۲۰۱۹، ۰۹ دسمبر

د مولانا په وینا چې د پاکستان دولتي بانک دا وخت د سل اربو روپیو تر خسارې لاندې راغلی دی. د ده په وینا ځکه خو حکومت له اسیايي ترقیاتي بانکه یو ارب ډالر بیړنی پور غواړي.

اپوزېشن ګوندونه د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د دې لپاره احتجاج کوي چې د دوی په وینا په ټګیو-درغلیو راغلی د عمران خان حکومت دې استعفی وکړي او په ملک کې دې د پوځي لاسوهنې پرته انتخابات وشي.

خو تحریک انصاف دا تور ردوي چې ګواکې پوځ له دوی سره د انتخاباتو په ګټلو کې مرسته کړې وه. دوی وايي د اپوزېشن ګوندونه د دې لپاره احتجاجونه کوي چې د درغلیو له مقدمو ځان خلاص کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG