د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اپوزېشن ګوندونه به هره جمعه په هره ضلع کې حکومت ضد احتجاج کوي"


د اپوزېشن ګوندونو د پخواني غونډې عکس
د اپوزېشن ګوندونو د پخواني غونډې عکس

پراګ - د جمعیت علما اسلام په مشرۍ کې حکومت ضد احتجاج ته اوس اونیزه بڼه ورکړل شوې ده. د نوې پرېکړې له مخې به هره جمعه د حکومت پرضد د ضلعو په مرکزونو کې احتجاج کېږي.

که څه هم په اسلام اباد کې د پرلت پر مهال او له هغه وروسته د سړکونو تړلو پر وخت یوازې جمعیت علما اسلام ف او پښتونخوا ملي عوامي ګوند وو ، خو د نومبر پر ۲۲مه د ملک په یو شمېر ښارونو کې د حکومت پرضد شوي احتجاج کې د جمعیت علما اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوند ترڅنګ د یو شمېر نورو ګوندونو خلکو هم ګډون کړی وو.

په دې مظاهرو کې هم هغه غوښتنې تکرار شوې چې په اسلام اباد کې به د ۱۳ ورځني پرلت پر مهال د اپوزېشن مشرانو په خپلو ویناوو کې کولې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سنېټر عثمان کاکړ مشال راډیو ته وویل چې د احتجاج په دې نوې لړۍ کې ورسره د اپوزېشن نورو ګوندونو هم د عملي برخې پرېکړه کړې ده.

"دا نوې لړۍ چې اوس پیل شوه چې د هر جمعې په ورځ به د ملک په ټولو ضلعو کې حکومت ضد احتجاجونه وي ، په هغه کې عوامي نشنل ګوند ، پپیلز ګوند او مسلم لیګ نواز هم د عملي برخې پرېکړه او ژمنه راسره کړې ده"

د پپلز ګوند مخکښ او د قومي اسمبلۍ پخوانی غړی اخوندزاده چټان وايي ، د احتجاج په لومړیو دوو پړاوونو کې د اپوزېشن د ټولو ګوندونو غړي ځکه نه وو شریک چې د هغه احتجاج پرېکړه یوازې جمعیت علما اسلام کړې وه.

"هغه پرېکړه د رهبر کمېټۍ نه وه ، د مولانا فضل الرحمان چې د حکومت په اړه کوم دریځ دی ، هغه زموږ هم دی خو په اپوزېشن کې موږ بېلا بېل ګوندونه یو څوک ښي لاسي دي او څوک کڼ اړخي دي ، زموږ د هره یوه خپل منشور دی"

د سیاسي چارو پوه هارون رشید وايي ، په ځانګړې توګه د اپوزېشن دوه تر ټولو لوی ګوندونه په اخلاص له مولانا فضل الرحمان سره نه دي ملګري.

"زما په فکر خو مسلم لیګ نون او پپلز ګوند ورځ په ورځ حالاتو ته ګوري او له هغه سره سم پرېکړې کوي ، یانې چې د حکومت له اړخه پرې فشار زیات شي نو دوي له مولانا فضل الرحمان څخه یو څه ډډې ته شي ، زما په خیال دوي یو څه له مصلحت څخه کار اخلي"

اپوزېشن ګوندونه د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې احتجاج د دې لپاره کوي چې د دوي په وینا ، د درغلیو په نتیجه کې راغلی د عمران خان حکومت دې استعفی وکړي او په ملک کې دې د پوځ له لاهوهنې پرته انتخابات وشي.

خو تحریک انصاف دا تور ردوي چې ګواکې پوځ له دوي سره د انتخاباتو په ګټلو کې مرسته کړې وه. دوي وايي ، د اپوزېشن ګوندونه د دې لپاره احتجاجونه کوي چې د درغلیو له مقدمو ځان خلاص کړي.

XS
SM
MD
LG