د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور چټک بس پروژه به دريو مياشتو کې پای ته ورسېږي: شوکت یوسفزی


د پروژې پخوانی عکس
د پروژې پخوانی عکس

پراګ - د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي مشال راډيو ته وویل چې د پيښور چټک بس پروژې - ريپډ بس پراجکيټ - به په دريو مياشتو کې مکمله شي.

نوموړي وویل چې د ۲۰۲۰م کال په فروري مياشت کې به د ښار اوسيدونکي کولای شي چې له دې اسانتیا ګټه پورته کړي.

شوکت یوسفزي وویل ، “ په دي کې نور کار شوی دی يوازې د – ای ټي ایس – په نامه نظام لګېدل پاتې دي او هغه به هم په دوو میاشتو کې مکمل شي.”

ده وویل چې په دې پروژه کې چې کوم مواد کارول شوي دي د هغه معیار د راولپنډۍ او لاهور په ورته پروژو کې د استعمال شویو موادو تر معيار ډير زيات ښه دی.

شوکت يوسفزيي وويل چې د اسیا پرمختګ بانګ سره د شوې هوکړې له مخې تر ۲۰۲۱م کاله د دې پروژې د سرته رسېدو خبره شوې وه.

تحریک انصاف د پيښور چټک بس پروژې پرانسته د خپل تېر حکومت پر مهال په ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې کړې وه.

د هغه وخت وزیراعلا پرویز خټک ویلي وو چې دا پروژه به په شپږو مياشتو کې مکمله شي د کوم چې اوس تر دوه کاله هم زیات وخت شوی دی خو لا هم سرته نده رسېدلې.

د دې پروژې هدف دا وو چې په ښار کې د ټرېفک ډېروالي مسله هواره کړي خو اوس د پيښور اوسيدونکي وايي چې دوي د دې پروژې د نه پوره کېدو له کبله په ورځني ژوند او کاروباري توګه له ډيرو مسلو سره مخامخ دي.

د پيښور ښار د يکه توت يو زده کونکی فيصل نياز مشال راډيو ته وويل چې د چټک بس پروژې یې ستونزې څو چنده زیاتې شوې دي.

ده وویل ، “ زه پوهنتون د تګ له لپاره تر خپل وخت څو ساعتونه له مخه راوځم خو بیا هم پر وخت پوهنتون ته نشم رسېدای ځکه چې ګڼ ګوڼه وي او د دې وجه هم دا د چټک بس نامکلمله پروژه ده."

فیصل نیاز زیاته کړه چې کله باران وشي نو حالت تر دې لا هم خراب شي.

د پيښور يو بل اوسيدونکی او مزدور يوسفزی خان وای د دې پروژې له وجې ډيرو کړاونو سره مخامخ دی.

ده مشال راډیو ته وویل ، “ دوي شپږ مياشتي ويلې وې او دا يې دریم کال دی چې لا جوړه نه شوه ، موږ ته ډېر زیات تکلیف دی او لارې ټولې بندې وي.”

په پيښور کې د هم نيوز ټيلي وژن بيورو چيف طارق وحيد مشال راډيو ته وويل، داسې نه ښکاري حکومت به خپله ژمنه دا ځل هم پوره کړي.

ده وویل ، “په پيښور ښار کې د چټک بس پروژه د یو مړي په شان پرته ده ، له تيرو شپږو مياشتو راهيسې نه انجنيران ښکاري نه مزدوران موجود دي.”

د طارق وحید په وینا ، د پېښور اوسېدونکي دې ته حېران او پرېشان دي چې له دې پروژې به څه جوړېږي.

د پاکستان د احتساب قومي ادارې د پېښور په چټک بس پروژه کې د مبينه درغليو په اړه معلومات راټول کړي دي خو د پېښور های کورټ پر پروژه د کار نور نه ځنډېدو لپاره له ځان سره ساتلي دي.

د دې پروژې لپاره اسیايي پرمختیايي بانک ۶۷.۸ اربه روپۍ ورکړې وې.

XS
SM
MD
LG