د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پنجاب پوهنتونه د بشري حقونو فعال "تښتول شوی"


وزیر د نومبر پر ۲۹مه د پاکستان د زده کوونکو د یووالي په لاریون کې ګډون کړی وو
وزیر د نومبر پر ۲۹مه د پاکستان د زده کوونکو د یووالي په لاریون کې ګډون کړی وو

لاهور - د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د حقونو د فعال عالمګیر وزیر پر تښتونې "زښته اندېښنه" ښوولې ده.

کمېشن د ډېسېمبر پر لومړۍ پر ټوېټر بیان پر داسې وخت خپور کړی چې په پارلېمان کې د جنوبي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر وايي، د نومبر پر ۳۰مه یې وراره فعال عالمګیر وزیر په لاهور کې له پنجاب پوهنتون څخه "نامعلومه کسانو" بیولی دی.

د نوموړي د ورکېدو ضد په پوهنتون کې د پښتنو زده کوونکو سازمان شپې مهال او د ډېسېمبر لومړۍ پر سهار احتجاج کړی دی.

علي وزیر د ډېسېمبر پر لومړۍ مشال راډیو ته وویل چې عالمګیر وزیر پرون لادرکه شوی او تر اوسه یې په اړه هېڅ معلومات نشته:

"د پنجاب یونیورسټۍ [زده کوونکو د شپې] ناوخته ما ته ټېلېفون وکړ او اطلاع یې راکړه چې دی د ماسپښين او مازیګر ترمنځ ولاړ او ویې ویل چې 'زه ارام کوم.' نو بیا ډېر [وخت] تېر شو چې د ده موبایل بند وو او [زده کوونکي] چې خونې ته ورغلل نو دی هلته نه وو. بیا دوی د پولیسو په ټولو تاڼو کې د هغه پوښتنه وکړه خو هلته یې هم نه وو پیدا کړی."

د لاهور د اقبال ټاون د پولیسو مشر اجمل خان شپې ناوخته ډان ورځپاڼې ته وویل چې د وزیر د ورکېدو په اړه یې پرچه لیکلې او موضوع څېړي.

د بشري حقونو کمېشن په بیان کې ویلي چې له پوهنتونه د یوه کس ورکېدل د "خپګان" وړ خبره ده.

کمېشن پر حکومت غږ کړی چې "د وزیر د ځای ځایګي پته ولګوي" او هغه "کسان دې معلوم کړي" چې د نوموړي په تښتونه کې لاس لري.

د بشري حقونو کمېشن بیان

وزیر د نومبر پر ۲۹مه د پاکستان د زده کوونکو د یووالي په لاریون کې ګډون کړی وو او ډان ورځپاڼه وايي چې په وینا کې یې پر اېسټیبلېشمنټ انتقاد کړی وو.

په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ پر ټوېټر په بیان کې د وزیر ورکېدل "غندلي" او "په سمدستي توګه یې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې."

پر ټوېټر د محسن داوړ بیان

د پنجاب پوهنتون رجسټرار ډاکتر خالد خان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې وزیر د پوهنتون پخوانی زده کوونکی وو نو ځکه یې په اړه دا نشي ویلای چې هغه په یونیورسټۍ کې وو او که نه.

د عالمګیر وزیر پلار فاروق وزیر په ۲۰۰۳ز کال کې په وزیرستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې په غږ پورته کوونکو کې لومړی کس بلل کېږي چې بیا په هدفي وژنه کې ووژل شو.

د علي وزیر د کورنۍ شاوخوا ۱۷ کسان د وسله والو په بېلا بېلو بریدونو کې وژل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG