د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ نظیف خان نیول شوی


نظیف خان

پېښور - پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، پاکستانیو ادارو یې یو مرکزي مخکښ نظیف خان نیولی او نامعلوم ځای ته وړی دی.

د یاد غورځنګ یو فعال لیاقت یوسفزي بېګا مشال راډیو ته وویل چې نظیف خان له خیبره پېښور ته پر لاره نیول شوی دی.

ده وویل چې د غورځنګ یو شمېر مخکښان د غورځنګ له مشر منظور پښتین سره په یوه غونډه کې د ګډون لپاره لواړګې ته تللي وو.

د نظیف لالا د ژوند او هڅو په اړه جمهوري غږونه خپرونه لاندې واورئ
بندي نظيف لالا به د بالاحصار پر خښتو جمهوريت زنده باد ليکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

لیاقت یوسفزي زیاته کړه چې د پاکستانیو ادارو غړو نظیف خان د کارخانو پر امنیتي پوسته نیول شوی او له ځان سره بیول شوی دی.

پولیسو یا کومې بلې ادارې تر اوسه دا نه دي ویلي چې نظیف خان یې ولې نیولی او چېرې دی.

نظیف خان د خیبر پښتونخوا د چارسدې د هشتنغر اوسېدونکی دی او د پښتون ژغورنې غورځنګ له مرکزي مشرانو دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG