د لاسرسي ځای

تازه خبر

د البانيا پولیس یوه ایران پلوه بریدګره ډله نیولې


د البانیې ځواکونو عملیات.
د البانیې ځواکونو عملیات.

د البانیې پولیسو ویلي د هغې ترهګرې ډلې برید یې شنډ کړی دی چې د ایران لخوا یې ملاتړ کېږي.

پولیسو د اکتوبر پر ۲۳مه په یوه بیان کې ویلي دغو عناصرو پلان لرلو چې تېر کال په بالکان هېواد کې د ایراني حکومت په مخالیفونو برید وکړي.

په بیان کې راغلي دي چې دغه ډله په بهرنیو هېوادونو کې کاروایي کوونکې د ایران انقلاب ساتونکي ځواک له القدس څانګې سره اړیکه لري.

پولیس وایي، برید یې تېر کال په مارچ کې هغه مهال شنډ کړی چې ډلې په تیرانا سیمه کې د بکتاشي صوفي ډلې پر مذهبي غونډه د حملې لپاره پلان کړی و.

په هغه غونډه کې بهرمیشتو د مجاهدین خلق په نامه د تهران مخالفه ډلې غړیو ګډون کړی و.

پولیسو په برید کې د مبینه ککړو درې ایرانيو او یوه ترکي وګړي عکسونه هم خپاره کړي دي.

پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا د دغو کسانو پرضد نړیوال وارنټ هم و یا نه.

سږ کال په جنورۍ کې اروپایي ټولنې د ایران پر استخباراتي اداره بندیزونه ولګول او دا یې په اروپا کې د تهران مخالفینو په وژنه کې په لاس لرلو تورنه کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG