د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د خبریالانو ځورولو اندېښنې راپارولي


اخبریالان وايي په هېواد کې پر اخبارونو او تلویزونونو حکومتي سانسور زيات شوی

پراګ ـ د پاکستان یو شمېر خبريالان او فعالان وايي چې په هېواد کې د ټولنيزو رسنيو د استعمالونکيو ځورونه ورځ تر بلې مخ په زياتېدو ده.

په لاهور کې د قانون پوهې عاصمه جهانګير په ياد کې د جوړ شوي دوه ورځني کانفرانس په پای کې د ټولنيزو رسنیو پر موضوع د پاکستان وتلیو خبريالانو وسعت الله خان، محمد حنيف، اقبال خټک او ليکوالې عایشه سروري څرګندونې وکړې.

دوی هغه ګواښونه او خطرې په ګوته کړل چې د ټولنيزو رسنيو فعالان د اوخت ورسره مخامخ دي.

په پاکستان کې د بې پولې خبريالانو سازمان استازي اقبال خټک وويل، په هېواد کې پر اخبارونو او تلویزونونو حکومتي سانسور زيات شوی چې له کبله يې ځينې خبريالان مجبوره شوي چې خپل يوټيوب چينلونه خلاص کړي.

هغه په دې لړ کې د سيد طلعت حسین، مطيع الله جان او رووف کلاسره نومونه واخيستل چې د فشار له کبله يې يا خو له ټيليويژن چېنله اېستل شوي يا يې پخپله خوښه پرې اېښي دي.

اقبال خټک زياته کړه، پر رسمي ميډيا د سانسور له کبله زياتره خبريالانو سياستوالانو او د حقونو فعالانو ټولنيزې رسنيو ته مخه کړې چې هلته دوی ته د فکر او اظهار ازادي ترلاسه ده.

خو د ده په خبره د پاکستان حکومت اوس هڅه کوي چې ټولنيزې رسنۍ هم کنټرول کړي.

د نوموړي په خبره ددې لپاره حکومت داسې سافټ وېرونه اخلي چې له مخې يې د خپلو خلکو ډيجيټل مالوماتو ته لاسرسی ولري.

نوموړي زياته کړه،

"پاکستان د اروپايي کمپنۍ ګاهک دی چې د سافټ وېرونو پر اخیستو يې تر ۳۰۰ ملينه ډالره زيات خرڅ کړي دي. زما په فکر پاکستان له هغو هېوادونو حخه دی چې خلکو ته د تر لاسه شوې ازادۍ په اړه ډېر حساسه دی او غواړي چې څومره رر ممکنه وي د مالوماتو دغه اخري مورچه هم فتح کړي."

په پاکستان کې داسې يو شمېر پېښې شوې چې د ټولنيزو رسنيو فعالين نامالومه خلکو اوچت کړي دي.

د بحث برخه وال وسعت الله خان هم دې طرف ته په اشارې سره وويل چې د دوی يوازينۍ غوښتنه دا ده چې حکومتي چارواکي بايد د دغسې اقدام د کولو پر وخت هغه کس له مبينه جرمه خبر کړي.

"زما له دوی څخه لږ تر لږه دا غوښتنه ده چې څه کوئ راسره و يې کړئ ځکه چې زه هيڅ نشم کولای، بس دمره راته وواياست چې راسره کوئ يې ولې؟ نو که تاسو دومره وجه هم نشئ راښودلای نو د دې مانا دا ده چې تاسو پر اوبو ولاړ ياست او هېڅ بنياد نلرئ."

ليکوالې عایشه سروري بيا پر ټولنيزو رسنيو د ښځو پر وضعيت رڼا واچوله.

هغې وويل چې د سړيو په مقابله کې ښځې زياتې ځورول کېږي.

د هغې په خبره، پاکستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې پکې پر انټرنېټ د سړيو او ښځو ترمینځ فرق بېخي زيات دی.

نوموړې یې لامل د عزت دود وښود چې په خبره يې په کور کې ښځو ته د ټيليفون او سم کارډ ترلاسه کولو اجازه نه ورکول کېږي.

پاکستان ادعا کړې چې پر رسنيو يې هيڅ بنديزونه نه دي لګولي او په هېواد کې د رايې او فکر پوره پوه ازادي ده.

د عاصمه جهانګير په ياد کې په جوړ شوي کانفرانس کې پر يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې.

د شنبې د ورځې غونډې ته وکيلانو، ججانو، سياستوالانو هم ويناګانې وکړې.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG