د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو خبریالان وايي ، ازادې خبریالۍ ته نه پرېښودل کېږي


په پېښور کې د خبریالانو د احتجاج پخوانی عکس
په پېښور کې د خبریالانو د احتجاج پخوانی عکس

پراګ: د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو خبریالان وايي ، دوي د صحافت له معیار سره سم کار کولو ته نه پرېښودل کېږي او چې کله د ازادې خبریالۍ کولو هڅه کوي نو په بېلا بېلو طریقو ځورول کېږي.

د خیبر ضلعې د مرکز لنډي کوتل د پریس کلب مشر خلیل اپرېدی وايي ، پر دې سربېره د خبریالانو کار نه دی اسان شوی چې قبایلي سیمې په خیبر پښتوخوا کې د شاملېدو تر یو کال زیات وخت وشو.

ده وویل ، “موږ متوازن رپورټونه ځکه نشو جوړولای چې حکومتي ادارې له موږ سره مرستې نه کوي او چې کله موږ رپورټ برابر کړو نو بیا مو ځوروي. امنیتي ځواکونه خو پرېږده ، دلته ځايي انتظامیه هم موږ ته مسلو په اړه خپل موقف نه راکوي.”

د وزیرستان پر حالاتو نظر لرونکی خبریال صفدر داوړ وايي ، دوي دې ته خوشاله وو چې کله قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا کې شاملې شي نو د نور ولس په څېر به د خبریالانو مشکلات هم هوار شي ، خو د ده په وینا داسې ونه شو.

صفدر داوړ زیاته کړه چې تر اوسه له بده مرغه موږ هیڅ داسې مثبت فرق نه دی محسوس کړی چې تر انظمام وروسته یې خبریالانو ته ګټه رسېدلې وي.

د مومند قبایلي ضلعې د پریس کلب مشر فخر عالم مشال راډیو ته وویل ، چې کله جنګ وو نو تر هغه وخت خو اوس یو څه حالت ښه دی خو بیا هم خبریالان په ازاده توګه کار نشي کولای.

ده وویل ، “د عام ولس په څېر موږ خبریالان هم دې ته خوشاله وو چې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا له ګډېدو سره به مو مشکلات اسان شي خو تر اوسه چې هر څومره اعلانونه شوي دي پر هغوي عملي کار نه دی شوی. بلکې ځینې مسلې لا پسې خرابې شوې دي”.

د خیبر پښتونخوا پر حالاتو له نظر لرونکي خبریال او شنونکي شمیم شاهد څخه مې وپوښتل چې د دوي په فکر په قبایلي ضلعو کې د خبریالانو د ستونزو وجوهات څه کېدای شي.

نو هغه وویل ، په خاصه توګه د خبریالانو او خبري رسنیو لپاره د قبایلي سیمو حالات تر پخوا هم خراب شوي دي.

شمیم شاهد وویل ، “په دې کې شک نشته چې خلک له قبایلي نظام څخه تنګ وو خو چې له کله دا سیمې په خیبر پښتونخوا ګډې شوې دي نو هلته حالات لا خراب شوي دي. یوازې خبریالان نه بلکې هغه قبایلي مشران هم مایوسه شوي دي چې د انظمام لپاره یې چغې وهلې وې او هڅې یې کړې وې. هلته اوس دا نده معلومه چې حکومت د چا دی او واک د چا دی”.

خو د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی ویاند اجمل وزیر وايي ، حالات تر پخوا ډېر ښه شوي دي او دوي به هڅه کوي چې د قبایلي ضلعو د خبریالانو ستونزې واوري او هوارې یې کړي.

اجمل وزیر وویل ، “ موږ د قبایلي ضلعو د خبریالانو وروڼو اندېښنو ته پام کوو او هغه لرې کوو. زه خپل یو پروګرام لرم او د ټولو دې سیمو له خبریالانو سره به لیده کاته کوم او د صوبايي حکومت له لارې به د دوي ټولې مسلې هواروو”.

په ځانګړې توګه د قبایلي ضلعو او په مجموعي توګه د ټول ملک خبریالان د هغو مسلو په اړه د خبر ورکولو پر وخت له مشکلاتو سر ټکوي په کومو کې چې په څه نه څه ډول د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارې ښکېلې وي.

خو د حکومت تر څنګ پوځي چارواکي هم دا خبره ردوي چې ګواکې دوي په ملک کې پر ازاده خبریالي څه بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG