د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت پر مېډیا د اپوزیشن غږ نه پرېږدي: اسد محمود


اپوزیشن ګوندونه وايي د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ حکومت دا وخت په مېډیا بندیزونه لګولي او د یو سیاسي ګوند جلسه یا پرېس کانفرنس نه ښودل کېږي چې د جمهوریت لپاره ډېر خطرناک دي.

دا خبرې د متحده مجلس عمل پارلیماني مشر مولانا اسد محمود د پاکستان پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ ن د مشرانو سره په یو ګډ خبري کانفرنس کې کړې دي.

خو حکومت وايي په پاکستان کې پر مېډیا هېڅ بندیز نشته.

د سېپټمېبر پر دوولسمه په اسلام آباد کې د پارلېمان ودانې مخې ته د پاکستان مسلم لیګ ن یوه مخور احسن اقبال او د پاکستان پیپلز پارټۍ له راجا پروېز اشرف سره په ګډه خبري کانفرنس کې د متحده مجلس عمل پارلېماني مشر مولانا اسد محمود وویل نن دې حکومت په خبریالانو بندیزونه لګولي چې نه شي کولای د یوه سیاست وال مرکه یا خبري غونډه خپره کړي.

د نوموړي په خبره د دې ملک، اقتصاد او د جمهوریت د ازادۍ لپاره به دوی ټول سیاسي ګوندونه د اکتوبر په میاشت کې اسلام آباد کې (ازادي مارچ) کوي چې دا ملک او جمهوریت وژغوري:

''هغه ګوندونه چې دا وخت د ملک په سیاسي میدان کې کردار ادا کوي د هغوی اواز ولس ته ولې نه رسول کېږي. له خبریالانو سره مرکې کېږي پرېس کانفرنسونه کېږي خو وروستو بیا هغه غایب کړل شي نو ولې قام له دې هر څه نه خبرېږي نو که نن موږ د مېډیا د ازادۍ خبره کوو نو د پارلېمان د ازادۍ خبره به هم کوو. زموږ ملک دا وخت د دې حکومت په لاسونو کې ګېر دی نو انشاالله د اکتوبر میاشت به د ازادۍ میاشت وي او موږ به خپل جمهوریت هم ازادوو او خپل اقتصاد به هم د دې نااهلو نه ازادوو.''

د نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د صحافیانو تنظیمونو په وینا چې دا وخت رسنۍ د سخت فشار سره مخامخ دي او د دې ترڅنګ يوشمېر صحافیان هم له نوکریو لېرې کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG