د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بیا نیولو پر مهال زنداني نواز شریف د ازادۍ مارچ ملاتړ وکړ


د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف او د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن

د پاکستان احتساب ادارې د اکتوبر پر۱۱مه نېټه د مسلم ليګ (ن) رهبر نواز شريف چې له وړاندې زنداني دی د چودري شوګر ملز په نامه په يوه بله مقدمه کې د لاهور له کوټ لکپت زندانه نیولی او نیب عدالت ته يې وړاندې کړی دی.

نېب ادارې يو ورځ مخکې په العزيزيه اسټل ملز مقدمه کې د نواز شريف د ګرفتاري ورانټ جاري کړی وو.

نواز شريف د جمعې په ورځ (یولسم اکتوبر) په نیب عدالت کې خبريالانو ته وويل چې د مولانا فضل الرحمن د ازادۍ مارچ حمايت کوي.

"موږ د مولانا صيب مکمل ملاتړ کوو، د هغه موقف موږ خپل ګڼو. مولانا صيب د انتخاباتو سمدستي وروسته د استفعی ورکولو وړانديز کړی وو او د احتجاج خبره يې کړې وه. خو موږ په هغه وخت کې مولانا صيب قانع کړل چې داسې به نه کوو. خو زما په اند د هغه په خبره کې وزن وو. په موجوده حالاتو کې د مولانا صيب خبره ردول به سمه نه وي. ما شهباز شريف ته پرون په ليکلې بڼه کې ويلي دي او هغه به بريفينګ ورکوي."

نواز شريف دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې مولانا فضل الرحمن د اکتوبر پر۳۱مه په اسلام اباد کې ازادۍ مارچ او هلته د احتجاجي ناسته اعلان کړی.

له دې مخکې د پاکستان رسنيو راپورونه ورکړي وو چې مسلم ليګ (ن) کې د ازادۍ مارچ په اړه اختلافات دي.

د پيپلز ګوند د مولانا فضل الرحمن د ازادۍ مارچ حمايت کړي خو په اسلام اباد کې به احتجاجي ناسته کې برخه نه اخلي.

دا خبره د پيپلز پارټۍ يو مشر قمر زمان کایره د اکتوبر پر۱۰مه په اسلام اباد کې خبري غونډي ته کړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

بلخوا د واکمن ګوند وفاقي وزير فواد چوهدري بېګا په جهلم کې يوې غونډې ته ويلي چې د مولانا فضل الرحمن لاريون به پیل کېدو مخکې ختم شي.

د واکمن ګوند يو شمير دا هم ويلي چې اپوزشن ګوندونو ته به په اسلام اباد کې د احتجاجي ناستې اجازه ور نه کړي.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG