د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان حکومت تر ړنګولو به پر پرلت یو: مولانا فضل الرحمان


د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په کراچۍ کې یوې غونډې ته وینا کوي. ۲۰۱۱ز کال ۴م جنوري
د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په کراچۍ کې یوې غونډې ته وینا کوي. ۲۰۱۱ز کال ۴م جنوري

د جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د اکتوبر پر ۲۷مه د اسلام اباد پر لوري د لاریون او هلته د حکومت ضد احتجاجي ناستې پیلولو اعلان کړی.

نوموړي په پنجشنبه ماښام په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، ناسته به یې د حکومت تر ړنګولو پورې روانه وي.

مولانا فضل الرحمان د حکومت ضد ناستې نېټې اعلان پر داسې وخت کړی چې په تېرو دوو ورځو کې د مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند پلاویو ورڅخه تر نومبره د احتجاج ځنډولو غوښتنه کړې.

د اطلاعاتو لپاره د وزیراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان پرون د مولانا فضل الرحمان تر خبري غونډې وروسته پر ټوېټر ولیکل چې اپوزیشن ګوندونه چې په خپلو کې ریښتیا نه وايي نو ولس ته به څه ووایي. خو د جمیعت علمای اسلام (ف) مشران وايي، د مسلم لیګ او پیپلز ګوند مشرتابه ورته په احتجاجي ناسته کې د ګډون ډاډ ورکړی دی.

اخوا د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پرون د شانګلې په بشام کې جلسې ته په وینا کې ویلي، له صوبې څخه به هېڅوک په اسلام اباد کې د جمیعت علمای اسلام (ف) احتجاج ته ورتګ ته پرېنږدي.

XS
SM
MD
LG