د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازادي مارچ باید تر ریښتوني جمهوریته وي: اڅکزی


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي، د هر هغه مارچ او تحریک ملګرتیا کوي چې په پاکستان کې د ایین بالادستي غواړي، د پارلمان طاقت غواړي، ولس ته ووټ غواړي، ولس ته واک او اختیار غواړي او منتخیب سېنېټ غواړي.

محمود خان اڅکزي دا څرګندونې په دوشنبه د پشین بازار په تاج لالا لوبغالې کې د ۷ م اکتوبر (۱۹۸۳ز کال) د جمهوریت شهیدانو په یاد کې جوړې شوې یوې لویې ولسي غونډې ته کولې.

اڅکزي په خپله وینا کې په دعوه سره وویل چې دا وخت په پاکستان کې د جمهوریت لپاره ریښتونې مبارزه یوازې نواز شریف او د هغه لور مریم نواز او بل پښتونخوا ملي عوامي ګوند کارکنان کوي.

اڅکزي په خپله وینا کې په دعوه سره وویل چې دا وخت په پاکستان کې د جمهوریت لپاره ریښتونې مبارزه یوازې نواز شریف او د هغه لور مریم نواز او بل پښتونخوا ملي عوامي ګوند کارکنان کوي.


نوموړي په خپله وینا کې د جمعیت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان ازادۍ مارچ ملاتړ اعلان کړ خو زیاته یې کړه، پکار ده چې تر ازادۍ مارچ وړاندې د اپوزېشن ګوندونه پر یوه ګډه نکته په اعتماد کې واخلي.

په پاکستان کې د روان سیاسي کړکېچ په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرمحمود خان اڅکزي وینا وه چې یو هېواد پر ایین او اساسي قانون ولاړ وو، د ده په خبره دلته اوس خلک راولاړ شوي دي او ایین نه مني نو زه (محمود خان ) د سپریم کورټ ججانو ته خواست کوم چې دا ملک په خطر کې دی، دا ملک خانه جنګۍ ته روان دی، هغه خلک چې پکار وه په جېلونو کې وای، هغوی ته یې وسلې ورکړې دي او خلک په بې عزته کوي.

په پښین کې د اووم اکتوبر جمهوریت شهیدانو لمانځغونډه
په پښین کې د اووم اکتوبر جمهوریت شهیدانو لمانځغونډه

د محمود خان اڅکزي وینا وه، په پاکستان کې اوسنیو حالاتو ته په کتو دې چیف جسټس نوتیس واخلي او یو ګردۍ مېز کنفرانس راوبولي. په هغه جرګه کې دې پوځ هم راوغواړي، مېډيا دې هم راوغواړي، سیاسیان دې هم راوغواړي، بیورکراسي دې راوغواړي. چې پکې سره کېښنو او سر سره خلاص کړو.

په افغانستان کې هره ورځ دوه سوه کسان مري او ټول عالم اسلام هېڅ ږغ نه پورته کوي، نوموړي وویل هلته به کراري هله راځي چې دی (پاکستان) نه وي سم شوی.
اڅکزی


اڅکزي وویل، داسې خو ملک نه چلېږي چې د هېواد په خارجه پالیسي کې یې سیاستوال نه وي شامل، پارلمان نه وي پکښې، نو په داسې یوه تګلاره کې چې پاکستان ته هر تاوان ورسېدلو، موږ نه یو ورسره.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وویل، مولانا فضل الرحمن مارچ کوي، موږ یې ملګري کوو. خو پوښتنه دا ده چې مارچ د څه لپاره، چې عمران لیرې کړه، محمود راوله، موږ په داسې مارچ نه کوو.

موږ به داسې مارچ کوو چې په پاکستان کې مارشل لايي قوتونه پر شا نه وي تللي، عمران خان هیسته شوی نه وي، نوي انتخابات اعلان شوي نه وي.

د افغانستان خوندیتوب د نړیوالې ټولنې ذمه داري ده: محمود خان اڅکزی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:53 0:00


اڅکزي وویل، په افغانستان کې هره ورځ دوه سوه کسان مري او ټول عالم اسلام هېڅ ږغ نه بورته کوي، نوموړي وویل هلته به کراري هله راځي چې دلته (پاکستان) نه وي سم شوی.

په چمن کې جمعیت علماء اسلام د یوه مخور مولانا محمد حنیف د وژنې په اړه نوموړي د پاکستان پر امنیتي ادارو نیوکې وکړې چې د هغه د قاتلانو موندلو کې پاته راغلي دي. د ده په وینا داسې ادارې او حکومتونه د واکمنۍ هېڅ حق نه لري چې خپل ولس ته تحفظ نه شي ورکولای.

په پښین کې د اووم اکتوبر جمهوریت شهیدانو لمانځغونډه
په پښین کې د اووم اکتوبر جمهوریت شهیدانو لمانځغونډه

په پښین کې ولسي غونډې ته د اڅکزي وینا وه چې د پښتنو مشرانو سرښندونو پاکستان ازاد کړی دی خو پښتون قام نن هم په دې وطن کي له بنیادي حقوقو بې برخي پاته دی.

محمود خان اڅکزي زیاته کړه چې بلوچستان د پښتانه او بلوڅ ګډه صوبه ده، دلته به پښتانه د برابرۍ پر بنسټ ژوند کوي که دا نه وي نو پښتانه د برټش بلوچستان صوبې د غوښتنې حق لري.

د پښتون قامي جرګې مشر نواب ایاز جوګېزي د اووم اکتوبر د جمهوریت شهیدانو دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې تر څو پښتانه سره یوموټي شوي نه وي تر هغو یې خاوره له جنګ جګړو او ناامنیو نشي خلاصېدلی. د نوموړي وینا وه چې تر یوه سازش لاندې پښتانه بې روزګاره ساتل کېږي چې دغه ډول هغوی په ترهګرۍ کې وکارول شي.

XS
SM
MD
LG