د لاسرسي ځای

تازه خبر

د درو هندیو انجینرانو په بدل کې ۱۱ طالبان خوشې شوي: سرچینې


د زمان په وینا، پاکستان د بندیانو خوشې کولو په معامله کې منځګړتوب کړی
د زمان په وینا، پاکستان د بندیانو خوشې کولو په معامله کې منځګړتوب کړی

اسلام اباد - د طالبانو سرچینې وايي، د افغانستان له بګرام او نورو زندانونو څخه یې د درو مخکښانو په ګډون ۱۱ غړي خوشې شوي دي.

دوو لوړپوړو طالب چارواکو د اکتوبر پر شپږمه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د خپلو ملګرو په بدل کې یې درې هندي انجینران خوشې کړي دي.

د دوی په خبره، په خوشې شویو طالبانو کې د دې ډلې د مشر مرستیال سراج حقاني خوری عزیز الرحمان چې د احسان الله په نوم پېژندل کېده، د طالبانو په واکمنۍ کې د کونړ پخوانی والي عبدالرحیم او د نیمروز پخوانی والي مولوي عبدالرشید هم شامل دي.

طالب سرچینو له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

د ۲۰۱۸ز کال په مې کې اووه هندي انجینران له بغلانه تښتول شوي ول چې د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، یو یې د ۲۰۱۹ز کال په مارچ کې خوشې شو.

د هغو انجینرانو د تښتولو ذمه واري هېچا نه وه منلې خو افغان حکومت یې تور پر طالبانو پورې کړی وو.

نوي دلي او کابل د هندي انجینرانو او طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه لا څه نه دي ویلي خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ادریس زمان د اکتوبر پر پېنځمه په کابل کې خبریالانو ته ویلي ول چې پاکستان ته د طالبانو د وروستي سفر موخه د سولې خبرې نه بلکې د هغو دوو بهرنیانو د خوشې کولو لپاره دي چې طالبانو تښتولي ول.

د طالب زندانیانو او هندیانو خوشې کولو پر موضوع مو په پاکستان کې له یوه مسوول چارواکي سره رابطه وکړه خو له څه ویلو یې ډډه وکړه.

البته زمان په کابل کې د امریکايي پوهنتون دوو استادانو – امریکايي کېوېن کېنګ او اسټرالیاوي ټېمتي ویکس – ته په اشاره وویل چې "پاکستان د طالبانو او امریکایانو" ترمنځ د خبرو "منځګړتوب" کړی.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې چې له رپورټونو سره سم، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې له طالب استازو سره لیدلي خو امریکا یې تصدیق و نه کړ.

دا تر هغې وروسته ده چې د سېپټېمبر پر اوومه امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.

XS
SM
MD
LG