د لاسرسي ځای

تازه خبر

"زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې له طالب استازو سره لیدلي دي"

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

پراګ - د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره کتلي دي.

یو لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته او یو طالب استازي اې پي خبري اژانس ته ویلي چې دا لیدل کتل پرون په اسلام اباد کې شوي دي. خو هغوي په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.

طالب استازو دا خبرې د مزاکراتو په نوم نه دي بللي. او په اسلام اباد کې د امریکا سفارت هم لا د طالبانو او ځلمي خلیل زاد تر مینځ د ملاقات پخلې نه دی کړی.

بل خوا د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د انتخاباتو د نتیجو نه وروستو به حکومت د سولې خبرې له سره پیل کوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون مشال ریډیو ته وویل ، په پاکستان کې د طالبانو او پاکستاني چاوراکو ترمنځ خبرې افغان سولې ته مرسته نشوي کولای.

په همدې حال کې په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي ، د انتخاباتو ترسره کېدل د سولې پر خبرو کومه منفي اغیزه نشي پرېښودای.

د طالب او امریکا د استازو تر مینځ په دوحه او ابوظهبۍ کې د افغانستان د سولې په اړه د خبرو اته پړاوونه ترسره شوي وو خو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره مخا مخ خبرې نه دي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د طالبانو له پلاوي سره وکتل.

شاه محمود قریشي تر هغه ملاقات وروسته په یو ویډیو پیغام کې وویل چې طالبان هغې احتمالي هوکړې ته ژمن وو چې په قطر کې یې له زلمي خلیلزاد سره لاسلیکوله.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تیره میاشت په افغانستان کې په یو برید کې د یو امریکايي سرتیري او ځينو افغانانو تر وژل کېدو وروسته له طالبانو سره د سولې خبرې ختمې کړې وې.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG