د لاسرسي ځای

تازه خبر

زمان: اسلام اباد ته د طالبانو سفر د يرغملو بهرنيانو په اړه دی


د افغانستان بهرنيوو چارو مرستيال وزير ادريس زمان

د افغانستان بهرنيوو چارو مرستيال وزير ادريس زمان وايي اسلام اباد ته د طالبانو پلاوي سفر د افغان سولې لپاره نه بلکې د هغوی امريکايانو پر سر خبرو لپاره دی چې دوی يرغمل ساتلي دي.

هغه د اکتوبر په پنځمه په کابل کې خبريالانو ته وويل د سولې هره لاره له کابله تېريږي او يوازې هغه مذاکرات کاميابېدلی شي چې افغان حکومت پکې برخه ولري. ((سوله به هله نتيجه ورکړي چې طالبان افغان حکومت او افغان ملت سره مستقيمو خبرو ته حاضر شي او جنګ بندي وکړي. دا اوس چې اسلام اباد کې کومې خبرې کېږي، دا د پاکستان په منځګړتوب د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د هغو دوو امريکايي وګړو په اړه مذاکرات دي چې طالبانو سره دي.))

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د جولای په مياشت کې امريکې ته د سفر پر مهال د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په يو شريک خبري کنفرنس کې وويلي وو چې امريکايان به ډېر ژر د دې دوو کسانو د راخوشي کېدو په اړه ښه خبر واوري. دغه دوه بهرنيان په کابل کې د امريکايي پوهنتون استادان دي چې په ۲۰۱۶ کال کې طالبانو تښتولي وو. په دوی کې يو امريکايي او بل د اسټريليا دی.

د طالبانو يو پلاوی د اکتوبر په دوهمه اسلام اباد ته تللی. دوی او پاکستاني چارواکو ويلي دا سفر د افغانستان سولې په اړه دی. دوی د پاکستان بهرنيوو چارو وزير او د رويټرز خبري اژانس په وېنا د افغان سولې لپاره د امريکايي استازي زلمي خليلزاد سره ملاقات کړی دی.

امريکايي ولسشمرد سپتمبر په ۷مه د طالبانو سره د ده په وېنا له دې امله ودرولې وي چې هغوی د مذاکراتو په مهال پر امريکايي ځواکونو بريدونو ته دوام ورکړی وو.

بل خوا د افغان ولسمشر دفتر وايي د انتخاباتو د نتیجو نه وروستو به حکومت د سولې خبرې له سره پیل کوي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون مشال ریډیو ته وویل په پاکستان کې د طالبانو او پاکستاني چاوراکو ترمنځ خبرې افغان سولې ته مرسته نشوي کولای.

په همدې حال کې په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د انتخاباتو ترسره کېدل د سولې پر خبرو کومه منفي اغیزه نشي پرېښودای.

د طالب او امریکا د استازو تر مینځ په دوحه او ابوظهبۍ کې د افغانستان د سولې په اړه د خبرو اته پړاوونه ترسره شوي وو خو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره مخا مخ خبرې نه دي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د طالبانو له پلاوي سره وکتل. شاه محمود قریشي تر هغه ملاقات وروسته په یو ویډیو پیغام کې وویل چې طالبان هغې احتمالي هوکړې ته ژمن وو چې په قطر کې یې له زلمي خلیلزاد سره لاسلیکوله.

XS
SM
MD
LG