د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان د بندیانو تبادلې په خبرو بوخت دي


قطر کې د طالبانو استازي د افغان سولې بهیر پر مهال په یوه غونډه.
قطر کې د طالبانو استازي د افغان سولې بهیر پر مهال په یوه غونډه.

د طالبانو یوې سرچینې مشال ريډيو ته تایید کړې چې په قطر کې د زندانانو تبادلې په اړه په خبرو بوخت دي.

له مشال راډيو سره په ټېلېفوني خبرو کې سرچینې دا و نه ویل چې له چا سره یې خبرې روانې دي خو دا یې ورزیاته کړه چې دا خبرې د پاکستان په منځګړتوب کېږي.

دا پخلی په داسې حال کې شوی چې د پاکستان وزير اعظم عمران خان د جولای پر ۲۲ مه په واشنګټن کې له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په خبرو کې ویلي ول چې طالبان به ډېر ژر هغه دوه بهرنیان پرېږدي چې په ۲۰۱۶ز کال کې یې نیولي ول. هغه دوو برمته کړيو بهرنیانو کې یو امریکايي کېوین کینګ او بل ټېموتي ویکس دي چې په کابل کې د امریکايي پوهنتون استادان دي.

مشال ريډيو ته د طالبانو يوې اعتباري سرچيني دا هم ويلي چي د بنديانو د تبادلي په اړه خبرې له يوې مياشتې راهيسې روانې دي.

XS
SM
MD
LG