د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي لاهم د تېلو پر چڼځیو د برید شواهد لټوي: پوتین


روس ولسمشر ولادیمیر پوتین.
روس ولسمشر ولادیمیر پوتین.

روسی ولسمشر وایي، د امریکا استخباراتي ادارو لا هم د سعودي د تېلو پر تاسیساتو په برید کې د ایران لاس لرلو په اړه ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.

ولادیمیر پوتین د اکتوبر پر دوهمه په مسکو کې د انرژۍ یوې غونډي کې د خبرو پر مهال وویل چې ریاض لا هم د سېپتمبر پر۱۴مه د تېلو پر تاسیساتو د بریدونو پلټنو ته په انتظار دی.

د روسیې ولسمشر وویل چې د سعودي له ادارې او پخپله د سعودي له ولیعهد سره یې خبرې کړې او د ده په وینا له هغو خبرو یې دا اخېستي چې سعودي په هغو بریدونو کې د یوه ځانګړي هېواد د لاس لرلو په اړه د شواهدو په لټه کې دی، خو تر اوسه یې نه دې ترلاسه کړي.

پوتین وویل، د احساساتو پرځای له حقایقو کار اخیستل پکار دي.

سعودي عرب د دوی د تېلو پر دوو تاسیساتو په بریدونو کې ایران په لاس لرلو تورنوي او وایي چې د ستونزې سوله ایز حل غواړي.

د ریاض په باور که یې تحقیقات وښیې چې دا برید د ایران له خاوري شوی، نو دا به یو جنګي اقدام وګڼي.

امریکا هم ایران په هغو بریدونو تورنوي، خو تهران دا رد کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG