د لاسرسي ځای

تازه خبر

حوثیان وايي پر نجران یې برید کړی دی


د نجران ښار انځور
د نجران ښار انځور

په یمن کې حوثي یاغیان ادعا کوي چې د سعودي عرب جنوبي صوبې نجران ته نږدې یې لوی بريد کړی او زیات شمېر پوځيان او پوځي ګاډي یې نیولي دي.

د حوثيانو د پوځ ویاند د سېپټمبر پر ۲۸مه، په یوه بیان کې ویلي چې په بريد کې ورته د بې پايلټه الوتکو، توغنديو او د هوايي دفاع نظام مرسته هم ترلاسه وه. د سعودي په مشرۍ ايتلاف تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

سعودي عرب له ۲۰۱۵ کال راهیسې په یمن کې د حوثيانو پر ضد عملیات کوي.

د يمن په جګړه کې تر اوسه په زرګونو کسان وژل شوي دي او له يو مليون څخه زيات خلک د بشري بحران سره مخامخ دي.

د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه د ايران ملاتړ لرونکو حوثيانو په سعودي عرب کې د تيلو په تنصیباتو بريدونو کړي وو چې واشنګټن او رياض د دې بريدونو تور په تهران لګولی وو. خو ايران دغه تورونه رد کړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG