د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران په خلیج کې د بهرنیو ځواکونو موجودګي وغندله


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني په خلیج کې د بهرنیو ځواکونو موجودګي غندلې او ویلي یې دي چې هېواد به یې د سیمې له هېوادونو سره د امنیت په ټینګښت کې لاس یو کړي.

هغه دا خبرې پرون په تهران کې کړي دي.

روحاني د ایران – عراق د جګړې د یادښت په مراسمو کې ویلي چې په سیمه کې د بهرنیو موجودګي ناامنۍ زیاتې کړي دي.

ده وویل: که واقعاً د سیمې امنیت غواړئ، له دې سیمې فاصله ونیسئ، په سیمه کې ستاسو موجودګي تل بلا راوستې او څومره چې د سیمې له هېوادونو لېرې کېږئ، هغومره به زموږ سیمه له امنیته برخمنه وي.

روحاني داسې وخت دا خبرې کړي چې د ایران او امریکا کړکېچ د سعودي د تېلو په چاڼځایونو د وروستیو بریدونو په خاطر اوج ته رسېدلی.

امریکا او سعودي په ایران تور لګولی چې د وړمې شنبې په بریدونو کې ښکېل دی.

امریکا ویلي چې د سعودي عرب د دفاعي او هوايي وړتیا د لوړولو لپاره خلیج ته نور پوځیان ور لېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG