د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې خلکو د خپلو حقونو لپاره مظاهره وکړه


پېښور ـ په کورمه کې ځايي اوسېدونکو نن (د اکتوبر پر شپږمه) د ژوند بنیادي ضروریاتو، د ړنګو کورونو سروې او تاوان او د امنیتي پوستو ختمولو لپاره احتجاج کړېدی.

په احتجاج کونکیو کې د مسوزو، علي شېرزو او پاړه چمکني اوسېدونکي شامل وو. دوی د بې نظیر انکم سپورټ، موبایل سرویس او په هډو کې د مېرمنو لپاره د انتظار خونو د جوړولو غوښتنې هم کولې.

دوی د صدې په عوامي مارکېټ کې تر درو ګنټو ناست ول، هغلته یې د حکومت خلاف نعرې ووهلې او تقریرونه یې وکړل.

د احتجاج کونکو یو مشر پټان عبدالخالق مشال راډیو ته وویل:

"موږ مجبوره شو چې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره مظاهره وکړو، ځکه چې موږ په وار وار حکومت ته خپلې غوښتنې وړاندې کړي خو هغوی ورته هېڅ پاملرنه نه کوي."

د مسوزو یو مشر محمد جلیل مشال راډیو ته وویل، تر دې وړاندې یې ورته مظاهرې کړي او په پېښور کې ورسره چارواکو ژمنه کړې وه چې د ړنګو کورونو سروې به زر تر سره شي خو د دوو کلونو له تېرېدو باوجود هم تر اوسه دا خبره عملي شوې نه ده.

وروسته احتجاج کونکي له صدې پاړه چینار ته روان وو او د انتظامیې دفتر مخې ته یې د پرلت غځولو هوډ کړی وو خو له سیمې د صوبايي اسمبلۍ غړي محمد ریاض او د منځنۍ کورمې مرستیال کمېشنر فضل ودود ساپي له احتجاج کوونکو سره مذاکرات وکړل چې پکې د هغوی سره د غوښتنو د پوره کولو ژمنه وشوه او هغوی خپل احتجاج ختم کړ.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG