د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان انتظامیې ګڼ معذوران ایسار کړي


 دغه کسان په ټانک کې د جنوبي وزیرستان د مرستیال کمېشنر په دفتر کمپاونډ کې کېنول شوي دي. 
دغه کسان په ټانک کې د جنوبي وزیرستان د مرستیال کمېشنر په دفتر کمپاونډ کې کېنول شوي دي. 

ډېره اسماعیل خان ـ له جنوبي وزیرستانه اسلام اباد ته روان خواو شا ۱۷۰ معذوران د اکتوبر پر شپږمه په ټانک کې اېسار کړل شوي دي.

دوی د خپلو حقونو د غوښتنو لپاره د احتجاج په توګه پلازمېنې ته روان وو. په درو بسونو کې سپاره دغه کسان په ټانک کې د جنوبي وزیرستان د مرستیال کمېشنر په دفتر کمپاونډ کې کېنول شوي دي.

دا معذوران له حکومته غوښتنه کوي چې حکومت دې د سرکاري ملازمتونو په کوټه[ ځانګړو سیټونو] کې دوی ته خپله برخه ورکړي، دوی ته دې په اسانو شرطونو پورونه ورکړي، د دوی ماشومانو ته دې ویړیا تعلیم ورکړي او همدا رنګه د مفت علاج غم دې یې هم وخوړل شي.

دوی دا هم غواړي چې حکومت دې ورته په کور دننه داسې اوزار ور وسپاري چې ورسره دوی د پیسو ګټلو جوګه شي.

د ګل جان په نوم یو معذوره تن د اکتوبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل:

"موږ اسلام اباد ته د احتجاج لپاره روان وو، د ټانک په دروازه کې راته پوځ رامخکې شو، په لاره یې زموږ ټول ګاډي ایسار کړل او د مخکې تګ اجازه یې را نکړه."

ګل جان وايي، پولیسو د دوی ګاډي کچرۍ ته داخل کړل او دوی په سرک بې تپوسه پراته ول. هغه وايي د چای، ډوډۍ او اوبو غم یې هم نه وو خوړل شوی.

د هغه په وینا کله چې دوی لویه لاره بنده کړه نو پوځ ورته وویل چې په کچرۍ کې ورسره خبرې کوي. هغه زیاتوي که څه هم د چارواکو لخوا ورته ویل شوي چې د هغوی مسلې به حلوي خو تر اوسه چارواکو هېڅ هم نه دي کړي.

د نیاز الدین په نوم یو بل معذوره تن د اکتوبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، د هغوی پر ستونزو نه دلته [په ټانک کې] څوک غوږ ګروي او نه یې هم اسلام اباد ته پرېږدي.

د جنوبي وزیرستان مرستیال کمېشنر یوسف علي مومند د دغو معذورانو د غوښتنو او ایسارولو په اړه مشال راډیو ته وویل، د دوی چې کومې غوښتنې دي، د هغو پوره کول د دوی له وسه پورته دي، نو ځکه ورته د لوړ پوړو چارواکو سره د ملاقات بندوبست کوي:

"ما ورته وویل چې د وزیر اعلی او ګورنر نه به درته وخت واخلو چې تاسو خپلې غوښتنې په سهي ځای کې وکړای شئ او دا مسلې مو هوارې شي."

هغه وايي، د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره احتجاج کول د معذورانو حق دی، څوک یې ترې نه منع کوي. د نوموړي په وینا ټول معذوران دا مهال د ټانک په ریسټ هاوس کې ساتل شوي او د دوی ورسره خبرې روانې دي.

خو معذوران وايي، دوی مخکې هم په وار وار احتجاجونه کړي، چارواکي د دوی د احتجاجونو غږ اوري، ورسره ژمنې کوي چې ستونزې به یې ورته هوارې کړی خو بیا وروسته عملا دوی څه نه ویني.

XS
SM
MD
LG