د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي ضلعو استادانو د تعليمي اسانتياوو لپاره مظاهره کړې


د قبايلي ضلعو استادانو په ۲۰۱۸ کال اپرېل مياشت کې مظاهره کړې وه (ارشېف عکس)
د قبايلي ضلعو استادانو په ۲۰۱۸ کال اپرېل مياشت کې مظاهره کړې وه (ارشېف عکس)

د قبايلي ضلعو استادانو په خپلو سيمو کې د تعليمي اسانتياوو د نشتوالي په اړه مظاهره کړې ده.

له مختلفو سيمو سره تړاو لرونکيو استادانو د اکتوبر پر لومړی نېټه د پېښور پرېس کلب او د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه.

په احتجاج کې شامل د باجوړ يو استاد عظمت الله مشال راډیو ته وويل چې پر ځای ددې چې هغه داوخت په خپل سکول کې په زده کړو ورکولو بوخت وای هغه برعکس په پېښور کې مظاهره کوي.

د باجوړ په هايي سکولونو او کالج کې د ۱۱۰۰ زده کوونکيو ګنجایش دی خو سږکال تر ۲۰۰۰ زره زيات لسم پاس زده کوونکي له داخلو پاته شول.
عظمت الله

د نوموړي په خبره چې په سيمه کې يې د تعليم وضعيت زيات خراب شوی دی.

د هغه په وينا، د دوی دا فکر کاوه چې د قبايلي سيمو په خیبرپښتونخوا کې تر ضم کېدو وروسته به هغه سيمه له تعليمي پلوه پر مخ ولاړې شي خو دده په خبره دغسې ونشو.

عظمت الله زياته کړه چې د باجوړ په هايي سکولونو او کالج کې د ۱۱۰۰ زده کوونکيو ګنجایش دی خو سږکال تر ۲۰۰۰ زره زيات لسم پاس زده کوونکي له داخلو پاته شول.

يو بل احتجاج کوونکي استاد شفيع الله مشال راډیو ته وويل چې په قبايلي ضلعو کې نه يوازې ښوونځي کم دې بلکې پکې د استادانو شمېر هم لږ دی.

دده په خبره، تر ضم کېدو وروسته حکومت ورباندې مختلف قانونونه لاګو کړي خو ورته د زده کړو لپاره د اړتيا وړ سهولتونه نه ورکوي.

د زده کړو په برخه کې د وزيراعلی سلاکار ضیاوالله بنګش مشال راډیو ته وويل چې په قبايلي سيمو کې وار له مخه ۲۴۰۰ استادان ګمارل شوي دي او ۴۶۰۰ به ډېر ژر وګمارل شي.

د نوموړي په خبره، د سکولونو جوړولو او نورو اسانتياوو برابرولولپاره يېپه بجټ کې پیسې اېښودلې دي.

XS
SM
MD
LG