د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د سېپټمبر پر۲۴مه د عوامي نېشنل ګوند او پیپلز پارټۍ غړیو په صوبه کې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د جوړ شوې قانون اېکشن این اېډ سیول پاور ایکټ نافذولوغندنه کړې ده او له حکومته یې دې لړ کې سپناوی غوښتی دی.
اسمبلۍ ته د وینا پر مهال د پاکستان پیپلز ګوند غړي احمد علي کنډي وویل چې د اېکشن این اېډ د قانون په شکل کې له نافذولو سره د صوبې خلک د اییني حقونو محرومه شوي دي.
اېکشن این اېډ سیول پاور ایکټ یوازې تر فاټا محدوده وو خو د خېبر پښتونخوا ګورنر د اګست پر پنځم هدا قانون ټولې صوبې ته وغځوو.
د دې قانون ترمخه د پاکستان امنيتي ځواکونو ته په قانوني ډول دا واک ورکړل شوی چې خلک د ترهګرۍ په شک ګرفتاره کړي او د خپلې خوښې مودې پورې یې بندي وساتي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي ساجد مومند د سېپتمبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته ویلي ول چې پوځ دغه قانون د ضرورت په وخت کې د شرخوښو خلاف کاروي.