د سېپټمبر پر۲۵مه په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د کمپایني غونډو وروستۍ ورځ ده.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن ویاند ذبیح سادات بېګا مشال راډیو ته وویل،د سېپټمبر پر۲۸مه د شنبې په ورځ به د سهار په اووه بجو خلک د خپلې رایې د کارونې په هدف ټاکني مرکزونو ته ولاړ شي.
نوموړي زیاته کړه، انتخاباتي مهمونه د ټاکنو له ورځې ۴۸ ساعته مخکې بندېږي.
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون چارواکي دغو انتخاباتو ته د بشپړ چمتوالي خبره کوي او امنیتي ادارو هم د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی دی.