د لاسرسي ځای

تازه خبر

خړ کمر پېښه: د محسن داوړ او علي وزیر ضمانت وشو


محسن داوړ او علي وزیر
محسن داوړ او علي وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان او وکیلان وايي، چې له شمالي او جنوبي وزیرستانونو د پارلېماني غړیو محسن داوړ او علي وزیر ضمانتونه منظور شول.

د دوی وکیل عبدالطیف لالا مشر راډیو ته وویل چې دا ضمانتونه د خړ کمې پېښې د مقدمې په اېف ای ار نمبر ۱۴ کې شوي دي. د نوموړي په خبره په ورځ دوو کې به ځینې نور ضروري لوازمات هم ترسره شي او له هغه پس به یې د هریپور له زندانه پرېښودل شي.

د محسن داوړ او علي وزير یو بل وکيل سنګين خان وايي چې لا هم تفصيلي پرېکړه نه ده راغلې خو په ضمانت کې ځينې شرطونه لګول شوي نو مالومه چې داوړ او علي به نن خوشي شي او که څنګه. دی وايي له ضمانته پس پکار ده چې دوی دواړه خوشې کړل شي. دی زیاتوي اوس به دې ته کتل وي چې سرکار یې په نورو کېسونو کې ګرفتار نه کړي.

د وکیل سنګین خان په خبره که څه هم پر دوی د لګول شویو شرطونو په باب مالومات نه لري خو که د سختو بندیزونو شرطونه ول نو د هغې پرخلاف سپریم کورټ ته هم تلای شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په وينا د مې پر ۲۶مه نېټه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د پاکستانیو عسکرو په ډزو کې د دوی ۱۴ غړي ووژل شول او تر ۴۰ زيات ژوبل شول خو امنیتي ادارې بیا تور پورې کوي چې د داوړ او وزیر په مشرۍ مظاهرچیانو د دوی پر یوه پوسته برید کړی وو چې پکې د پوځ پنځه تنه ژوبل شوي ول خو د خپل دغه تور د سپیناوي لپاره یې هېڅ کوټلی ثبوت نه دی راوړی.

XS
SM
MD
LG