د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: وزیرستاني کډوال وايي، د پي ټي ایم بندي غړي دې خوشي شي


په خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال.

د جون پر ۲۱مه مازدیګر د خوست د ګربزو په ګلان کېمپ کې میشتو سلګونو وزیرستاینو مشرانو او ځوانانو د یوې غونډې له لارې د مې پر۲۶ مه د خړ کمر د پيښې په تړاو د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو شمېر نیول شویو مشرانو او پلویانو د خلاصولو غوښتنه وکړه.

د یادې غونډې ویناوالو پر نړیواله ټولنه هم غږ وکړ، چې په دې سیمه کې د پښتنو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي او تشدد په اړه غږ اوچت کړي.

دوی زیاته کړه، په دې سیمه کې باید د نورو خلکو په شان د پښتنو حقوق هم خوندي شي، له هغې پرته هېڅوک د ظلم او تشدد له لارې ولسي بهیرونه نشي درولی.

د خوست د ګلان کېمپ په منځ ډاګ کې سلګونه وزیرستاني کډوال راټول شوي ول او د خړ کمر د پيښې په تړاو يې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو او غړو نیول کیدل وغندل او د هغوی د خلاصیدو غوښتنه يې وکړه.

​د عبدالله وزیرستانی په نوم د غونډې یو ګډونوال مشال راډیو ته وویل، چې د خړ کمر په پېښه کې له پښتنو سره ظلم وشو، علي او محسن يې ونیول، نو غوښتنه يې داده چې دوی خلاص شي او انصاف او عدالت ورسره وشي.

په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو په منځ کې د پي ټي ایم چارې د خالدالرحمن منصور په نوم یو ځوان سمبالوي.

دی چې د دې غونډې د تابیا کوونکو څخه وو، پر نړیواله ټولنه غږ وکړ، چې په دې سیمه کې د میشتو پښتنو د بې وسۍ غږ دوی هم اوچت کړي.

منصور زیاتوي، پښتانه د امن والا خلک دي، خو د نا امنیو تر چتر لاندې چې دلته څه روان دي، دا د پردیو منصوبې دي او موخه يې داده، چې پښتانه وځپل شي.

د غونډې یو بل ګډونوال قاري مدثر هم وايي، د خړ کمر د پيښې په تړاو د علي وزیر او محسن داوړ په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ نور مشران دې ازاد شي.

ده وویل، د اشخاصو بندي کولو سره ولسي حرکتونه نه غلي کېږي، بلکې نور هم پیاوړي کېږي.

د عبدالرزاق په نوم د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل فعال وویل، چې د خړ کمر یوه داسې پېښه وه، چې رسنیزه شوه، خو هلته ډېرې داسې پيښې کېږي چې د پوځ د تاثیر په وجه يې رسنۍ خپریدو ته نه حاضرېږي.

د ده په وینا هلته چې د پښتنو پر وړاندې کوم تاوتریخوالی او تشدد کېږي، پوځ يې خپریدو ته اجازه نه ورکوي.

عبدالرازق وايي، د دې لپاره راټول شوي چې په دې ځای کې شته رسنۍ يې غږ تر نړیوالو ورسوي.

یاده دې وي، د مې پر ۲۶ د وزیرستان په خړ کمر سیمه کې په ډزو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۱۴ غړي وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپي شوي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا دا ده چې پوځيانو د دوي پر غړو ډزې وکړې، خو د پاکستان د پوځ دریځ دا دی چې د قامې اسمبلۍ د غړو محسن داوړ او علي وزیر په مشری یوې ډلې پر امنیتي پوسته برید وکړ، چې پوځ يې په مقابل کې ډزې وکړې، خو پوځ تر اوسه د دې کسانو د لاس لرلو په اړه کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

تر هغې پېښې وروسته حکومت محسن داوړ او علي وزير نيولي دي او دا وخت د ترهګرۍ په تورونو په زندان کې دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

افغانستان له برتانیې څنګه بشپړه خپلواکي واخیسته؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:32 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG