د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د څادرۍ اغوستلو حکم بیرته واخیست


شمالي وزیرستان کې نجونه او هلکان ښوونځي ته په لار دي.
تصویر له ارشیفه
شمالي وزیرستان کې نجونه او هلکان ښوونځي ته په لار دي. تصویر له ارشیفه

په خیبر پښتونخوا کې د وزیراعظم عمران خان واکمن تحریک انصاف په دغه صوبه کې د سکولونو ښځینه زده کوونکو لپاره د څادرۍ اغوستلو شرط بیرته اخیستی دی.

د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د ښځینه زده کړو لوړپوړیو چارواکیو ته په یوه لېږلي امر کې ویل شوي ول، چې د ښوونځيو زده کوونکې نجونه دې د پردې لپاره څادري اغوندي او له ناوړه چلنده د ژغورلولپاره دې خپل څنګلي او مړوندونه پټ ساتي.

د صوبايي اعلا وزیر محمود خان یوه سلاکار ضیا الله بنګښ هم په یو ویډیویي پیغام کې ویلي ول، چې دغه امر به په ټوله صوبه کې عملي کېږي.

د حکومت پر دغه فیصله په مطبوعاتو، ځینو شخصي ټیلیویژنونو او سوشل مېډیا باندې تر سختو نیوکو وروسته صوبایي حکومت ناڅاپه خپل حکم بیرته واخیست.

د پاکستان تحریک انصاف په یوه رسمي ټویټ کې راغلي: "د نجونو لپاره د څادرۍ سرکاري حکم سمدستي بیرته اخلي. د خیبر پښتونخوا حکومت پر هېچا هم پرده لازمول نه غواړي. ولس ازاد دی چې څه د دوی لپاره ښه دي هغه غوره کړي."

د اطلاعاتو صوبايي وزیر شوکت یوسفزي هم مېډیا ته د پړدې په اړه د سرکاري حکم بیرته اخیستلو امر کړی دی.

د حکومتي فیصلې ته په غبرګون کې سیاستوال او د بشري حقونو مدافع افراسیاب خټک ویلي، د تحریک انصاف پخواني حکومت په پښتونخوا صوبه کې د تعلیم نصاب د مذهبي ګوندونو پخواني ایتلافي حکومت (ایم ایم اې) په طرز ور واړوله او په اوسني حکومت کې د سکولونو پر نجونو څادري لازمي کوي. نوموړي پوښتلي:

"څادر کافي نه دی؟ مخکې به څه کېږي؟ داسې خو به نه وي چې د ښځو لپاره به اوس سورنګونه کېندل کېږي چې په وډرو او الونیا لارو تګ وکړي؟"

ښاغلي خټک پوښتلي: "آیا له دې وروسته خو به جلا جلا هدیرې نه جوړېږي؟"

د پښتونخوا د اعلی عدالتونو یو وکیل فهیم ولي په یوه ټویټ کې پوښتلي، "څوک شته چې ووایي د تحریک انصاف په حکومت کې د هغو کسانو په مغزو کې څه ول چې په سکولونو کې یې د څادرۍ اغوستلو فیصله کړې وه؟"

خبریاله عمبر رحیم شمسي په ټویټ کې د حکومت پر فیصله پوښتنه کړې چې "زور یې هغه چاته ورسېد څوک چې د [جنسي] ځورونې ښکار دي، ته به وایې چې کومې ښځې حجاب کوي هغوی نه ځورول کېږي."

که څه هم واکمن تحریک انصاف دغه لانجمن حکم بیرته اخیستی خو یاد سیاسي ګوند په پښتونخوا صوبه کې د مذهب په نامه د سیاست لپاره تر نیوکو لاندې دی. په تېر حکومت کې تحریک انصاف لانجمنې مدرسې حقانیه ته په میلینونو روپۍ مرسته ورکړې وه. دغه شان د سکولونو په نصاب کې یې هم داسې بدلونونه کړي وو چې ناقدینو یې مذهبي توندروۍ ته په وده ورکولو تورن کړی وو.

XS
SM
MD
LG