د لاسرسي ځای

تازه خبر

غلام خان بندر د هر ډول تجارت لپاره پرانیستل شو


غلام خان شمالي وزیرستان
غلام خان شمالي وزیرستان

د شمالي وزیرستان او خوست ترمنځ تجارتي لاره غلام خان بندر د اګست په ۱۹ مه پرانیستل شو. د پولې د پرانیستو پر مهال د دواړو خواو ولسونه په ګڼ شمېر سیمې ته ورغلي ول. دوی د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۰مه کالیزه هم په ګډه ونمانځله

د غلام خان بندر تحصیلدار غني خان د اګست پر ۲۰مه مشال ریډیو ته وویل، له دې نه مخکې پر ځینو تجارتي توکیو له افغانستانه پاکستان ته په وړلو بندېز و، د افغانستان د ۱۰۰مې کالیزې په مناسبت یې هغه بندېز لیرې کړ. غني زیاته کړه:

"سوداګرو ویل چې ځینې سامانونه داسې دي چې په تورخم او چمن یې پاکستان ته د وړلو اجازه شته خو په غلام خان یې نشته، موږ د غلام خان له لارې د هغو د وړلو اجازه ورکړه. د اګست نولسمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ وه نو هغوی له هغه ځایه (افغانستانه) د سامانونو ګاډي په جشن راوستل"

د افغانستان یو سوداګر انور افغان ځدران د بندر په پرانیستلو خوشاله دی او وایي اوس به له افغانستانه پاکستان ته د سامانونو وړل او د مریضانو په رسولو کې اساني شي.

"موږ هیله لرو چې بندر ۲۴ ساعته خلاص وساتي، د دې کار سره به د خلکو تکلیف نور هم کم شي او د دواړو خواوو د خلکو ترمنځ به مینه او ورورولي زیاته شي"

. غلام خان بندر په ۲۰۱۴م کال کې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو په مهال تړل شوی و. په ۲۰۱۸ م کال کې دغه بندر د محدود تجارت لپاره پرانیستل شوی و خو اوس د هر ډول کاروبار لپاره خلاص کړل شو.

XS
SM
MD
LG