د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د تورخم او چمن پر لویو لارو د رشوت ضد ګام اخلي


هره ورځ ګڼې لارۍ پر تورخم افغانستان او پاکستان ته مالونه وړي

پراګ - د پاکستان او افغانستان د سوداګرانو او ټرانسپورټرانو اتحادیو پر لویو لارو او بندرونو له مال وړونکو ګاډو څخه د باج او رشوت اخیستو پر وړاندې د وزیراعظم عمران خان د اقدام هرکلی کړی دی.

دوی د سېپټېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، حکومت دې د مال وړونکو ګاډو تګ راتګ لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

د سېپټېمبر پر څلورمه د وزیراعظم له دفتره په خپور بیان کې اړونده چارواکو ته امر شوی دی له کراچۍ څخه تر تورخم او چمن پورې له مال وړونکو ګاډو څخه د ناقانونه پیسو اخیستو ضد دې اقدامات وکړي او پر لویو لارو دې "د پوستو شمېر کم" کړي.

وزیراعظم دا فرمان پر داسې مهال خپور کړی چې اسلام اباد د سېپټېمبر له دویمې راهیسې د تورخم ور د ۲۴ ساعته تګ راتګ لپاره پرانیستی دی چې موخه یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري زیاتول دي.

د ټرانسپورټرانو او سوداګرانو دعوې

شاکر اپریدی د خیبر ټرانسپورټرانو اتحادیې مشر دی چې پخوا یې له کراچۍ څخه د تورخم له لارې افغانستان ته مالونه وړل او هلته یې د ناټو او امریکايي سرتېرو لپاره تېل هم انتقالول.

دی وايي، اوسمهال یې ګاډي بېلا بېل شیان افغانستان ته برامدوي.

کله چې هغې خوا ته پاکستان ته [ورشې] نو د پاکستان پولیس په سترګو درننوځي.
حاجي جمال تڼی

اپریدی وايي، په خیبر کې د کسټم او خاصه دارو په ګډون، بېلا بېل خلک، له ګاډو څخه د لوړپوړو چارواکو په نوم پیسې اخلي:

"دا [پیسې] د غټو، غټو خلکو جېبونو ته تللې. هغه [چارواکي] به یو کس پر پاټک درولای وو، ویل به یې چې زه د فلاني چیف سېکرټري یا سېکرټري، وزیراعلا یا د ګورنر ورور، تره زوی درولی [یم]،" او له ۵۰ زره څخه واخله تر درې، څلور لاکه روپیو پورې رشوت به یې اخیست.

د وزیراعظم په بیان کې هم دا خبره تایید شوې چې له ګاډو څخه د باج او رشوت پیسې "پر بېلا بېلو سطحو په لوړپوړو" چارواکو کې "وېشل" کېږي.

حاجي جمال تڼی په خوست کې د سوداګرانو د شورا یو مشر دی چې له پاکستانه اوړه، غوړي، بوره (چیني) او ګوړه افغانستان ته درامدوي.

پر تورخم او چمن په افغانستان کې د ناټو سرتېرو ته هم سامانونه وړل کېږي
پر تورخم او چمن په افغانستان کې د ناټو سرتېرو ته هم سامانونه وړل کېږي

دی وايي، د دواړو هېوادونو پر پاټکونو او پوستو د ګمرک او امنیتي کارکوونکو یوه کړۍ فعاله ده چې هېڅ ډرېور ازاده تګ راتګ ته نه پرېږدي:

"یوه کړۍ ده، هېڅ سوداګر یې بې ستونزې نه دی پریښی، ډرېور یې بې ستونزې نه دی پریښی. چې [پر] پاټک وربرابر شوې، که وس یې رسېږي، په موټر ۱۰۰۰ [پاکستانۍ کلدارې] هم درڅخه اخلي، په ګمرک کې یې چې وس رسېږي، یو لاک هم درڅخه اخلي، ۵۰،۰۰۰ هم درڅخه اخلي. دا مې درته د افغانستان داخلي موضوع [وویله]. کله چې هغې خوا ته پاکستان ته [ورشې] نو د پاکستان پولیس په سترګو درننوځي."

د افغانستان [حکومتي کارکوونکي] زموږ له پاکستانیانو څخه دوه ګوتې د پاسه دي. هغوی چې په څو کې ونیوې، که ۱۰،۰۰۰ وې او که په ۲،۰۰۰ کې یې ګېر کړې.
شاکر اپریدی

شاکر اپریدی وايي، ټرانسپورټران له سیند او پنجابه اکثر په اسانۍ تېرېږي خو چې له پېښوره، خیبر ته داخل شي نو تر تورخم پورې لسګونه زره روپۍ رشوت ورکوي.

دی تور پورې کوي چې په افغانستان کې له پاکستانیو ډرېورانو څخه لا زیاتې پیسې اخیستل کېږي:

((د پېښور له [پولې واخله]، د تورخم تر [وره] پورې – [حکومتي کارکوونکي] بهانه کوي چې دا ګېټ پاس دی او دا فلانی پاټک دی – خو بهر حال، زموږ له یو ګاډي څخه، صرف په خیبر کې له ۲۵،۰۰۰ څخه تر ۳۰،۰۰۰ روپیو پورې اخلي. د افغانستان په تورخم کې هم دا حال دی لکه په پاکستان کې په خیبر کې چې دی. خو د افغانستان [حکومتي کارکوونکي] زموږ له پاکستانیانو څخه دوه ګوتې د پاسه دي. هغوی چې په څو کې ونیوې، که ۱۰،۰۰۰ وې او که په ۲،۰۰۰ کې یې ګېر کړې،" در څخه یې اخلي.

د افغان حکومت اقدامات

پر دې موضوع مو په ننګرهار کې له ولایتي چارواکو او د ګمرک له مشرانو سره رابطې وکړې، خو بریالي نشو. البته د ۲۰۱۹ز کال د جنورۍ پر اتمه، په خوست کې چارواکو د ګمرک اووه کارکوونکي د رشوت اخیستو په تور نیولي ول.

حاجي جمال تڼی وايي، په افغانستان کې یوازې حکومتي کارکوونکي نه دي، بلکې د لوګر او کابل پر لویه لار، د وسله والو په نوم هم له ډرېورانو څخه پیسې اخیستل کېږي.

د تڼي په خبره، هغوی بیا ډرېورانو ته د ټېلېفون شمېره ورکوي چې په اسانۍ مال ورسوي.

ګاډي ته د "طالب په شکل سړی [ورخېژي] – هغه که طالب وي او که غل وي – ورته وايي چې د ۵۰،۰۰۰ پرچه واخله، د ټېلېفون شمېره واخله، که څوک مشکل درته جوړوي، پر دې شمېره زنګ ووهه، موږ مو په خدمت کې یو."

افغان حکومت هم د کابل او لوګر پر لار د خلکو او مال وړونکو ګاډو ستونزې مني او د هواري لپاره یې په مې میاشت کې د لوګر په محمد اغې او برکي برک ولسوالیو کې پر سړک اضافي امنیتي پوستې جوړې کړې.

د چارواکو په خبره، د خلکو ساتنې او ازاده تګ راتګ لپاره، وخت په وخت په بېلا بېلو ولسوالیو کې چاڼیز عملیات کوي.

د وزیراعظم عمران خان فرمان

اخوا د پاکستان وزیراعظم عمران خان په بیان کې امر کړی چې چارواکي دې "د اکتوبر تر پېنځمې" له کراچۍ څخه تر تورخم او چمن پورې پر لارو د باج او رشوتونو اخیستو په اړه "پر شواهدو ولاړه سروې" وکړي او د پایلو رپورټ دې وروسپاري.

بیان وايي، د امنیت او نشه يي موادو قاچاق مخنیوي په موخه، پر لویو لارو له ګاډو پیسې اخیستل نه یوازې خلکو ته سرخوږی جوړوي، بلکې "ټولنه په فساد" اخته کوي او د حکومت او هېواد "د بدنامۍ لاملېږي."

وزیراعظم امر کړی دی چې لوړپوړي چارواکي دې پر لویو لارو "د څار نظام لا اغېزناکه" کړي.

بیان زیاتوي چې که د اکتوبر تر پېنځمې پورې پر سړکونو د رشوت اخیستو مخنیوی ونشو، نو وزیراعظم به د صوبې د چیف سېکرټریانو، د پولیسو او نورو اړونده ادارو مشرانو ضد اقدام کوي.

خو شاکر اپریدی وايي، دا اقدامات پر خپل ځای، که حکومت د خاصه دارو او پولیسو تنخاګانې زیاتې نه کړي، له ډرېورانو څخه د پیسو اخیستو عمل نشي درېدای:

"زموږ د خاصه دارو په تنخاګانو [لګښتونه نه پوره کېږي] نو هغوی به [هرو مرو] دې رشوتونو ته بیا ځان تیاروي."

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG