د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین، پاکستان او افغانستان د سولې لپاره پر ګډو هڅو سلا شوي


پراګ ـ پاکستان، افغانستان او چین پر سیاسي او مفاهتمي عمل، د سیمې د سولې او ثبات، پرمختیايي او امنیتي همکارۍ زیاتولو او د ترهګرۍ پر ضد په ګډو هڅو سلا شوي دي.

د سېپټمبر پر اوومه په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني او چینايي سیال وانګ يي سره له خبرو اترو وروسته په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان او افغانستان امنیت له یو بل سره تړلی دی او هغه هیله لري چې د امریکا او طالبانو د استازو ترڅنګ به ډېر زر د سولې لپاره د افغانانو ترمنځ خبرې هم پیل شي.

"موږ د سولې بهیر ته خوښ یو. زه په دې برخه کې افغانانو ته کامیابي غواړمه. موږ هیله لرو چې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د یوې موافقي وروسته به د افغانستان او د سیمې تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغانونو ترمنځ مزاکرات پیل شي."

شاه محمود قریشي په دې موقع خپل افغان سیال ته دا هم وویل چې وزیراعظم عمران خان غواړي چې د تورخم د لارې د ۲۴ ساعته پرانېستو په رسمي مراسمو کې افغان ولسمشر اشرف غني هم ګډون وکړي.

د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې صلاح الدین رباني وویل چې په درې اړخیزه غونډه کې دوی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د لا نور ښه کېدو لپاره په لارو چارو بحث وکړ.

"د پاکستان او افغانستان ترمنځ ننګونې او مسلې شته خو د دې د ختمولو لپاره کار کېدای شي. په افغانستان کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي. په درې اړخیزه غونډه کې په مهمو خبرو کې امنیت هم شامل وو. د امنیت لپاره د سیمه ییزو هېوادونو او په ځانګړي توګه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رښتینو ژمنو او همکارۍ اړتیا ده. زه هیله من یم چې د پاکستان حکومت به د امنیت په برخه کې کار وکړي چې دا شان موږ په افغانستان کې په تشدد کې کمی ووینو. دا به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همکارۍ یو مثبته اشاره وي."

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي خبري غونډي ته وویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو او د سیمې د سولې، ثبات او پرمختیا لپاره ډیرې مهمې دي.

"موږ پر دې اند یو چې د [یوې کړۍ یوې لارې] د منصوبې لاندې درې اړخیزه همکاري زیاتول پکار دي. درې واړه ډلې د خپل منځي رابطې د مضبوطولو ترڅنګ افغانستان ته د سي پیک پروژې د غځولو لپاره تیار دي. موږ نړیوالو شراکتدارانو سره د کابل او پېښور ترمنځ د موټر وی جوړولو ته هم چمتو یو."

د پاکستان، افغانستان او چین ترمنځ د درې اړخیزې غونډې په اړه کارپوه او خبریال محمود جان بایر وايي چې د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرو او په سیمه کې د چین ګټو ته په کتو دا غونډه ډېر اهمیت لري.

د پاکستان، افغانستان او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه تېرکال په کابل کې شوې وه او د ورستی غونډې د اعلامیې ترمخه، راتلونکې غونډه به یې په ۲۰۲۰ م کال کې په بیجنګ کې کېږي.

XS
SM
MD
LG