د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپیو له سټولټنبرګ سره پر افغان سوله غږېږي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

فرانس پرس خبري اژانس د ناټو د یوه چارواکي په حواله چې نوم‌یې نه‌دی ښوولی ویلي چې د ښاغلي پامپیو او ښاغلي سټولټنبرګ د نن ورځې خبرې د امنیتي مسایلو ترڅنګ، د افغانستان د سولې پر بهیر او په دغه هېواد کې د ناټو پر مأموریت راڅرخي.

ښاغلی پامپیو داسې مهال بروکسل ته سفر کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له طالبانو سره د توافق مسوده پرون دوشنبه «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۱» د افغانستان حکومتي مشرانو ته وښودله.

تر شااوخوا ۱۰ میاشتو خبرو او نهه پړاوه مذاکراتو وروسته چې د اګسټ په ۳۱مه پای ته ورسېدل، ښاغلي خلیل‌زاد ویلي چې له طالبانو سره په اصولو کې یوه موافقه شوې چې څلور مهم مسایل په‌کې شامل دي.

  • له افغانستانه نورو هېوادونو ته د خطر د نه‌متوجې کېدو په اړه د طالبانو تضمین؛
  • افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شمېر کمېدل؛
  • د بین‌الافغاني خبرو پیل او؛
  • په افغانستان کې د اوربند مسئله د دې موافقې مهم ټکي دي.

ښاغلی خلیل‌زاد نن هم په کابل کې دی او د افغانستان له حکومتي مشرانو سره به د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې د مسودې په اړه بحث او خبرې کوي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نورو افغان چارواکو او د خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي چارواکو ترمنځ لیدنه
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نورو افغان چارواکو او د خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي چارواکو ترمنځ لیدنه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي پرون دوشنبه له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو سره ولیدل او له طالبانو سره د موافقې د مسودې جزئیات‌یې ورسره شریک کړل.

هغه وویل نن به هم له دغو حکومتي مشرانو سره خبرو ته دوام ورکړي او هڅه‌یې دا ده چې د دې مسودې په اړه د هغوی موافقه واخلي، خو ښاغلي خلیل‌زاد ویلي، دا مسوده به د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر لاسلیک وروسته نهایي شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې مسوده په دقیق ډول مطالعه او ارزول کېږي او وروسته به‌یې په اړه د کابل دریځ اعلان شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته د ځواب ورکولو پر مهال
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته د ځواب ورکولو پر مهال

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وړاندې هیله ښوولې وه چې له طالبانو سره توافق تر سپټمبر دمخه وشي، خو وروسته د امریکا ولسمشر وویل، دغه کار ته بېړه نه‌لري.

ښاغلي خلیل‌زاد د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امکان شته چې دا موافقه د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې چې ټاکل شوې د میزان په شپږمه ترسره شي لاسلیک شي؟ وویل: "موږ هیله‌مند یو چې دا کار عملي شي. موږ ویلي چې که څه هم په اصولو کې له طالبانو سره مو موافقه نهایي شوې، خو تر هغه چې د امریکا ولسمشر ورسره موافقه نه‌وي کړې، هغه نه‌شي نهایي کېدای."

نوموړي یادونه وکړه چې طالبانو سره د توافق تر نهایي کېدو وروسته به په نږدې راتلونکي کې بین‌الافغاني مذاکرات هم پیل شي.

افغانستان کې هیله دا ده چې له دې هوکړې سره په افغانستان کې تاوتریخوالی کم او تل‌پاتې سولې ته لاره هواره کړي.

له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل هغه شرط دی چې طالبانو پرې تل ټینګار کړی او ویلي یې دي که داسې ونه‌شي نو بین‌الافغاني خبرو ته نه‌کېني.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په قطر کې له طالب استازو سره د لیدنې پر مهال
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په قطر کې له طالب استازو سره د لیدنې پر مهال

لوېدیځو رسنیو د ښاغلي خلیل‌زاد له قوله راپور ورکړی چې که د امریکا او طالبانو ترمنځ دا توافق نهایي شي، د لومړي ګام په توګه به امریکا په ۱۳۵ ورځو کې افغانستان کې له پنځو پوځي اډو ۵۰۰۰ امریکایي سرتېري وباسي، خو دا مسئله‌یې په روان وضعیت پورې مشروطه بللې ده.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له مذاکراتو سره هم‌مهاله د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه د خونړیو بریدونو شاهدان وو. طالبانو د تېرې شنبې په ورځ هڅه وکړه کندز ښار ونیسي او د ګاونډي ولایت بغلان پر مرکز پلخمري یې هم بریدونه وکړل، خو امنیتي ځواکونو طالبان په شا وتمبول.

کابل ته د ښاغلي خلیل‌زاد له سفر سره هم‌مهاله پرون ماخوستن طالبانو د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې موټربم برید وکړ. د کورنیو چارو وزارت چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې په دغه برید کې ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپیان دي.

دا چې دا ډول بریدونه له طالبانو سره د سولې پر خبرو اغېز لري کنه؟ ښاغلي خلیل‌زاد وویل، طالبان‌یې د تاوتریخوالي کمولو ته هڅولي، خو د ده په باور تر نهایي توافق پورې، مقابل لوری هڅه کوي داسې وښیي چې د جګړې په ډګر کې برلاسي دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG