د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تلپاتې افغان سولې لپاره هڅې کوم: خلیلزاد


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د یوې با عزته او دایمي سولې د تړون لپاره سخت زیار باسي.

له طالبانو سره امریکايي پلاوي زلمي خلیلزاد د اتم پړاو د خبرو په پای کې ویلي، د سولې یوه باعزته او دایمي تړون ته د رسېدو او یوه مستقل افغانستان لپاره چې بل هېڅ هېواد ته خطر پېښ نه کړي، سخت زیار باسي.

زلمي خلیلزاد دا خبرې په یکشنبه د اختر په لومړۍ ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا مرکچي پلاوی د اګست له درېیمې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره اتم پړاو خبرې مخته وړي.

ښاغلی خلیلزاد په دې موده کې هند، ناروې او جرمني ته هم سفرونه وکړل چېرته چې ده د یادو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو او ځینو نورو مشرانو سره د افغان سولې او ثبات په تړاو خبرې وکړې او اکثرو یې د همکارۍ ژمنې هم وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مشر او سفیر پیري مایډون ویلي چې د سولې پروسه په چټکۍ روانه ده او تمه ده ژر ښه نتیجه ورکړي.

ده ویلي: له ډېرو سختیو سره سره بیا هم د هیله مندیو نښې شته، هم د سولې او هم ډموکراسۍ لپاره، د سولې پروسه د پراختیا په حال کې ده چې هیله مند یوو ژر ښې پایلي ولري، د ډموکراسۍ لپاره هم دا چې ولسمشرۍ ټاکنې د سپټمبر په ۲۸مه پلان شوي او د درېدو نه دي.

مایډون دا خبرې د اختر په مناسبت په یوه پیغام کې کړي.

اخوا د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد پرون یکشنبه په خپل دویم ټوېټ کې ویلي چې د عیدالاضحی اصلي معنی د نفس قرباني کول دي او د افغان جګړې ټول مشران دې هم دا خبره په داسې حال کې له زړه ومني چې موږ د سولې لپاره زیار باسو.

د خلیلزاد دا خبرې داسې وخت خپرېږي چې افغان ولسمشر اشرف غني په ارګ ماڼۍ کې د اختر په مناسبت وینا کړې او ویلي يې دي چې له طالبانو سره سوله غواړي.

ده وروسته دا هم زیاته کړه چې د افغانستان راتلونکی به بهر نه ټاکل کېږي.

ده وویل: زموږ راتلونکی باندې نه تعینیږي، د افغانستان راتلونکی دغلته په افغانستان کې تعینېږي.

بلخوا په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ اتم پړاو خبرې پای ته ورسېدې

دا خبره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر ټوېټر کښلې او د خبرو دغه پړاو یې اوږد او ګټور یاد کړی دی.

مجاهد ویلي چې د دواړو لورو ټیمونو تر نن سهار پورې سخت کار مخ ته یووړ او په دې سلا وشوه چې د نورو اقداماتو لپاره دې له خپلو مشرانو سره سلا مشوره وشي.

د جرمني د ډي پې اې خبري اژانس د راپور له مخې، که څه هم دا تر اوسه نه ده یقینې شوې چې ښایي یو تړون به ډېر نږدې وي چې وشي خو یو شمېر سرچینو ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ پاتې اختلافات هم ډېر ناڅیز دي.

XS
SM
MD
LG