د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ په کوهستان کې د وژل شویو نجونو شناخت لپاره یوه ډله ګمارلې


د پاکستان سپريم کورټ د شناختي کارډ قامي ادارې(نادرا) ته حکم ورکړې چې په ۲۰۱۲م کال کې رامخته شوې په کوهستان ویډیو سکينډل کې شاملې د پنځو جينکو د شناخت د تصدیق لپاره دې یو ټیم وټاکي.

په کال۲۰۱۲م کې د کوهستان سيمې يو داسې ویډیو رامخې ته شوې وه چې پکې د يو واده په موقع پنځه جينکۍ او دوه هلکان د واده خوشالې لمانځلو په موقع ښودل شوې وو.د څه وروسته چې دا اخبرې مخې ته راغلي دي چې دغه جينکۍ د غيرت په نوم وژل شوي دي.

د چارشنبې په ورځ درې کسيزې بنچ د کېس اورېدنې پر وخت د قاميد شناختي کارډ جوړولو ادارې (نادرا) ته حکم ورکړې چې دغه جينکۍ عدالت ته په وړاندې کولو کې ستونزې دي نو که دغه جينکۍ شناختي کارډ لري چې تصدیق یې د شناختي د لارې وکړې شي.

د هغه مهال د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس افتخار چوهدري د دې پېښي د خپلې اندې نوټس اخيستې وو۔

په ۲۰۱۲م کال کې د پېښې پلټنو لپاره درې ښځينه غړو ګډون درې کسيزهکمېشن هم جوړ شو چې د کوهستان دوره وکړي او دا مالومه کړي چې ايا ویډېو کې راغلې جينکۍ ژوندې دې که په رېښتيا وژل شوي دي۔

د بشري حقونو فعاله فرزانه باري چې د د غه کمیشن برخه هم وه د خپلو هلو ځلو په اړه یې مشال راډیو ته وويل چې هغه وخت هغې په عدالت کې یو رپورټ وړاندې کړي وو چې کمېشن ته وړاندې کړې شوې جينکۍ هغه جينکۍ نه وې چې کومې په ویډيو کې وې د څه نه چې دا ښکاره وه چې جينکۍ د غيرت په نوم وژلې شوي دي خو عدالت دغه خبرې منلو ته تيار نه شو او کيس يې بند کړل۔

د دې په وینا چې د عدالت د شناختي کارډ د لارې تصديق کول او يو ځل بيا دا کېس پرانستل د ستاينه وړ خبره ده خو که عدالت دغه جينکۍ عدالت ته راوغواړي نو دا مسله حل کېدای شي۔

((ماته دا وويل شو چې که تا سره نور ثبوتونه وي نو دا کيس يو ځل بياپرانستلې شو ځکه چې زه په خپله باوري ووم چې دا هغه جينکۍ نه دي کومې چې په وېډيو کې دي نو ما بيا په هاغه وخت جينکو له چې کوم عکسونه ويستي وو او کومه وېډيو وه هغه ما د يو خبريالې ملګرې په مرسته لندن يو ډيجيټل ليبارټرې ته شناخت لپاره ولېږل چې هغې کې هم دا ثابته شوه چې په عکسونو او ويډيو کې راتلونکې جينکو کې فرق دې۔خو دا ډيره ښه خبره ده چې يو بل جج دا کېس سنجېده واخيستو او يو بل کمېشن يېد دې کېس پلټنو لپاره جوړ کړو چې هغوي هم هاغه خبره وکړه چې کومه ما کړي وه او دا اندازه سمه وه چې دغه جينکۍ وژلې شوې دي۔ما خو اول هم ويلي او اوس هم وايم چې دغه جينکۍ دې عدالت ته راوبللې شي او بنده کمره کې دې د متعلقه ادارو په مرسته دوي نه معلومات تر لاسه کړي نو خپله به هر څه معلومه شي او دا مسله به هواره شي))

د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې يو ځل بيا سپريم کورټ د جينکو د وژنې پلټنو لپاره د کوهستان دسټرکټ سيشن جج ، پوليس او ضلعي انتظاميې ته حکم جاري کړی وو

د ۲۰۱۶م کال په دسمبر میاست کېکوهستان سول سېشن جج خپل يو رپورټ کې د دې خبرې اندېښنه ښکاره کړه چې داسې معلومېږي چې په ویديو کې راتلونکې پنځه واره جينکۍ وژلې شوې دي۔

د کېس بله اورېدنه به د اپريل په ۲۰ نیټه کېږي.

XS
SM
MD
LG