د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې یو ځايي مشر ګلداد خان ووژل شو


چارواکي وايي، د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه په باجوړ کې یو ځايي مشر ګلداد خان په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

دا پېښه د ناوګۍ تحصیل په هاشم چارمنګ سیمه کې مخې ته راغلې ده او ویل کېږي چې پر نوموړي د ریموټ بم چاودنه شوې ده.

د باجوړ ضلعې انتظامیه وايي چې له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو په یاده سیمه کې د پلټنې عملیات کړي خو د کوم کس د نیولو خبر یې له رسنیو سره نه دی شریک کړی.

تر اوسه کومې ډلې د باجوړ د دغه مشر د وژنې مسولیت قبول کړی نه دی.

په قبایلي سیمو کې په وروستیو څو کلونو کې دا ډول په لسګونو پېښې مخې ته راغلي دي چې پکې قبایلي مشران، سپین روبي او د امن لښکرونو غړي وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG