د لاسرسي ځای

تازه خبر

"خېبر پښتونخوا کابينه کې به د قبايلي سيمو استازيو ته برخه ورکوو"


د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ

پېښور - د خیبر پښتونخوا د خزانې وزير ویلي چې په صوبايي کابینه کې به له قبایلي ضلعو نويو منتخب شویو ځېنو استازيو ته برخه ورکوي.

تیمور سلیم جګړا پرون (د اګست پر ۲۸مه) له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل چې حکومت به د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره په بودیجه کې مناسبه مالي پنګه ږدي.

بلخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسېن بابک وايي په موجوده صوبايي بجټ کې د قبایلي ضلعو د پرمختګ لپاره پوره پنګې نه دې ایښودل شوي. نوموړي مشال راډيو ته ويلي پر انټرنېټ د حکومت یوه روپۍ لګښت هم نه راځي خو بیا هم ډېری قبایلي ضلعې له دې اسانتياوې بې برخې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له قبایلي ضلعو منتخب شویو استازيو د اګست پر ۲۷مه په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د غړيتوب لوړه وکړه.

XS
SM
MD
LG