د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو استازيو سوګند واخيست


خېبرپښتونخوا اسمبلۍ (ارشېف)
خېبرپښتونخوا اسمبلۍ (ارشېف)

له قبايلي ضلعو څخه د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره ټاکل شويو ۱۹ غړيو سوګند اخیستي دی.

د اسمبلۍ سپيکر د اګست پر ۲۷ مه نېټه له دوی څخه سوګند واخيست.

د پاکستان تر جوړېدو وروسته په قبايلي ضلعو کې په لومړي ځل د جولايي پر ۲۰ مه نېټه انتخابات وشو.

په سوګند پورته کوونکيو کې دوې ښځې او يو اقلتي غړی هم وو.

د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان د قبايلي ضلعو غړو ته مبارکي ورکړه او هيله يې وښودله چې دوی به د خپلو سيمو په پرمختګ او قانون سازۍ کې خپل رول ولوبوي.

تر سوګند پورته کولو وروسته د قبايلي ضلعو ځينو غړيو اسمبلۍ ته وينا وکړه.

دوی د خپلو سيمو پر پسماندګۍ رڼا واچوله او تمه يې وښودله چې حکومت به د پرمختګ په کارونو کې له دوی سره مرسته وکړي.

خلک په زندان کې دي، په سيمه کې ګرځبنديز دی او هدفي وژنې لاهم دوام لري.
ميرکلام وزير

د جميعت علما اسلام (ف) ښځينه غړې نعيمه کشور د وينا پر مهال وويل چې د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو پر مهال د قامي مالياتي اېوارډ په برخه کې د درې فيصده ورکولو ژمنه شوې وه خو لاهم پوره شوې نه ده.

هغې تور پورې کړ چې پنجاب او سيند صوبې په دې لړ کې خنډ دي.

له جنوبي وزيرستانه منتخبه شوي غړي ميرکلام وزير پر دې مهال مشال راډيو ته وويل چې په قبايلي ضلعو کې لاهم د امن و امان حالت خراب دی.

د هغه په وينا، خلک په زندان کې دي، په سيمه کې ګرځبنديز دی او هدفي وژنې لاهم دوام لري.

XS
SM
MD
LG