د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان بولټن: د ايران په اړه د امريکا دريځ بدل شوی نه دی


جون بولټن
جون بولټن

د امریکا ملي امنیت سلاکار وایي، د ایراني ولسمشر حسن روحاني سره د تهران د ایټمي پروګرام په اړه د خبرو لپاره د ډونلډ ټرمپ د لیدنې خواهش په دې مانا نه دی چې ګواکې د ایران په اړه د واشنګټن دریځ بدل شوی دی.

د اګست پر ۲۶ مه نېټه د اوکراین په مرکز کیف کې د مشال ریډیو له مرکزي څانګې سره په مرکه کې جان بولټن وویل، ټرمپ مذاکره کونکې دی او له هر هغه چا سره ویني چې څوک ورسره لیدل غواړي.

هغه زياته کړه،

(که دولسمشر ټرمپ د ایران د ايټمي پروګرام د تړون په اړه بیان ته وګورئ نو هغه دا د امریکا د ډپلوماسۍ په تاریخ کې تر ټولو بد یاد کړی دی. دی هغه تېروتنه نه کول غواړيچې (پخواني ولسمشر) باراک اوبامه کړې وه)

ډونلډ ټرمپ د اګست پر ۲۶مه له ایراني ولسمشر سره د لیدو امکان ښودلی و خو حسن روحاني وروسته وویل چې ترڅو له ایرانه بندیزونه نه وي لیري شوي، له ټرمپ سره نشي ليدلای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG