د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ: امکان لري چې له ولسمشر روحاني سره ووينم


ولسمشر ټرمپ په فرانس کې د جي سېون سرمشرېزې پر مهال

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي که حالات مناسب وي نو ممکن ده چې له ایراني ولسمشر حسن روحاني سره ملاقات ته راضي شي.

ښاغلي ټرمپ د اګست پر ۲۶ مه په فرانس کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي سېون په سرمشریزه کې وویل، په رښتيا هم امکان شته چې په څو اونیو کې له روحاني سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانس ولسمشر ایمانول مېکخوان سفارتي هلې ځلې پیل کړي او په دې ورستیو کې یې ویلي چې د دې خبرو اترو پر اساس کېدای شي په راتلونکیو اونیو کې د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر روحاني تر منځ لیده کاته وشي.

د تهران او واشګټن ترمنځ ترېنګلتیا وروسته له هغې زياته شوې چې ولسمشر ټرمپ تېرکال له تهران سره شوي اټومي تړونه د امریکا د اېستلو اعلان کړی وو.

ایران په ۲۰۱۵م کال کې نړۍ له شپږو طاقتوره هېوادونو امریکا، چین، روس، فرانس، جرمني او برتانیا سره اېټمي تړون لاسليک کړی وو چې پکې د ایران له خوا اټومي پروګرام محدودلو په بدل کې په دې هېواد لګېدليو نړیوالو بندیزونو د نرمولو موافقه شوې وه.

د ولسمشر ټرمپ د اعلان او نوي امریکايي بندیزونو وروسته ایران د یورانيمو غني کولو کار بیا زیات کړی دی.

تبصرې وګورئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG