د لاسرسي ځای

تازه خبر

روحاني: خبرو ته تيار یو خو امريکا به بنديزونه ليرې کوي


حسن روحاني په تهران کې غوڼډې ته وينا پر مهال
حسن روحاني په تهران کې غوڼډې ته وينا پر مهال

د ايران ولسمشر ويلي چې تر هغه وخته به له امريکا سره خبرې ونکړي تر څو واشنګټن پر تهران لګېدلي بنديزونه نه وي ليرې کړي.

حسن روحاني دا خبره د اګست پر ۲۷ مه نېټه تر هغه وروسته پر حکومتي ټېليويژن په وينا کې وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي و که حالات مناسب وي نو ممکن ده چې د ایران له ولسمشر سره ملاقات ته راضي شي.

روحاني زياته کړه ايران خبرو کولو ته چمتو دی خو د هغه په وينا امريکا بايد لومړی پر ايران لګېدلي غېرمشروع او غېرمنصفانه بنديزونه ليرې کړي.

هغه زياته کړه که چيرې د ايران د ګټو ضمانت ونشو نو دوی به د ۲۰۱۵م کال د اېټمي تړون له ژمنتياوو په شا کېدو ته دوام ورکړي.

د تهران او واشګټن ترمنځ ترینګلتیا تر هغه وروسته زياته شوه چې ولسمشر ټرمپ تېرکال د تهران او نړيوالو قوتونو تر منځ له شوي تړونه ووت.

ایران په ۲۰۱۵م کال کې له شپږو نړیوالو قوتونو امریکا، چین، روس، فرانس، جرمني او بريتانیا سره اېټمي تړون وکړ چې پکې د ایران لخوا اېټمي پروګرام محدودلو په بدل کې پر دې هېواد د لګېدليو نړیوالو بندیزونو د نرمولو پر خبره موافقه شوې وه.

د تهران او واشګټن ترمنځ ترینګلتیا تر هغه وروسته زياته شوه چې ولسمشر ټرمپ تېرکال د تهران او نړيوالو قوتونو تر منځ له شوي تړونه ووت.

د ولسمشر ټرمپ تر اعلان او نوو امریکايي بندیزونو وروسته ایران د یورانیم غني کولو کار بیا زیات کړی دی.

ښاغلي ټرمپ د اګست پر ۲۶ مه په فرانس کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي سېون په سرمشریزه کې وویل دا واقعي امکان لري چې په څو اوونیو کې له روحاني سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانس ولسمشر ایمانيول مېکخوا سفارتي هلې ځلې پیل کړي او په دې وروستیو کې یې ویلي چې د دې خبرو اترو پر بنیاد په راتلونکیو اوونیو کې کېدای شي چې د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر روحاني تر منځ لیده کاته وشي.

XS
SM
MD
LG