په خیبر پښتونخوا کې د افتونو سره د مبارزې د ادارې مشر پرويزخان د اګست پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، خلکو ته یې د سیلابونو خبرداری ورکړی او ورته یې ویلي چې ويښ بیدار دې اوسي.
نوموړی وايي د دوه قسمه سیلابونو وېره دوی ویني، لومړی د بارانونو له وجې او دوهمه دا چې د معلوماتو پر اساس کېدی شي د هند د «السي» ډیم اوبه پر پاکستان پرېښودل شي. دا اوبه د ګلګت بلتستان له لارې د خیبر پښتونخوا ځینو سیمو ته تلی او هغه ځایونه اغېزمنولی شي.
نوموړی وايي د اباسین پر غاړه ابادو کلیو خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې له احتیاطه کار واخلي. هغه زیاتوي چې د سیلابونو له وجې د بره کوهستان، پټن، بټګرام، تورغر، مانسهره ، ایبټ اباد، هریپور، نوښار او ډېره اسماعیل خان اغېزمنېدای شي.