د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرملېن ماڼۍ په انګړ کې ناچاودی بم موندل شوی


د کرملېن ماڼۍ
د کرملېن ماڼۍ

د کرېملېن ماڼۍ په انګړ کې د دویمې نړیوالې جګړې له مهاله پاتې یو ناچاودی بم موندل شوی دی.

د روسيې رسنیو له رپورټونو سره سم، دا بم د مسکو سیند ته نېږدې د کرېملېن په تاینیڅکي بڼ کې د تعمیراتي کار پر مهال موندل شوی دی.

چارواکي وايي، بم یې د کرېملېن له ودانۍ ایستلی چې شنډ یې کړي.

د روسیې د ولسمشر ویاند رسنیو ته ډاډ ورکړی چې د دې بم موندل کېدو د ولسمشر د کار مهالوېش نه دی زیانمن کړی.

کرېملېن په اروپا کې د منځنیو پېړیو له ډېرو لرغونو ماڼیو څخه ده چې د ۱۴ او ۱۵ پېړۍ ترمنځ کلونو کې جوړه شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG