د پاکستان سرکاري میډیا وایي، په سعودي عرب کې د حج مراسم پای ته تر رسېدو وروسته به روانه اونۍ پېښور او اسلام اباد ته د حاجیانو خپل وطن ته ستنېدل پیل شي.
سږ کال له پاکستانه دوو لکو کسانو د حج په مراسمو کې برخه واخیسته.
بلخوا د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، د راروانې جمعې ورځې به له سعودي عربه بیرته خپل وطن ته د افغان حاجیانو د ستنېدو بهیر پیلېږي.
د دې وزارت ویاند ناصر الدین د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، افغان حاجیان به د اګست پر ۱۴مه د طواف الوداع وروستي مراسم پر ځای کړي او ټاکل شوې د اختر له شپږمې ورځې څخه یې خپل هېواد ته ستنیدل پیل شي.
سږ کال له افغانستانه د حج په مراسمو کې شاو خوا ۳۰۰۰۰ زره افغانانو برخه اخیستې.