د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې پولیسو د ن لیګ یوه مشره د غدارۍ په تور نیولې


په سوات کې پولیسو د مسلم ليګ (ن) ښځينه څانګې یوه ځايي مشره او پخوانۍ ضلعي کونسلره نسيم اختر د ملک او پوځ پرضد د نعرو ورکولو په تور د اتوار او ګل ترمنځ په نیمه شپه خوا او شا یوه بجه نیولې ده.

د سوات پولیس مشر ډي پي او سيد اشفاق انور نن سېشنبه مشال راډيو ته وويل چې پر نسيم اختر د ترهګرۍ، له ملک سره د غدارۍ او ځینې نورې دفعې لګول شوې دي. نسیم اختر د روانې میاشتې پر۱۰ مه نېټه په مینګوره کې د مسلم لیګ (ن) د یوې مشرې مریم نواز د ګرفتارولو خلاف په یوه احتجاجي مظاهره کې برخه اخېستې وه، چې د پولیس په وینا د ادارو خلاف یې خپل شعارونه او خبرې پر ټولنیزو رسنیو (سوشل میډیا) خپرې کړې وې.

د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نیب) د مسلم لیګ (ن) مرستیاله مشره او د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور مریم نواز د اګست پر اتمه ګرفتاره کړه. د احتساب ادارې د اګست پر اتمه په یوه لنډ بیان کې ویلي چې عدالت نوموړې ته د بورې د یوې کارخانې په مقدمه کې د حاضرېدو امر کړی وو خو هغه حاضره نشوه نو ځکه یې ونیوله.

په خېبر پښتونخوا کې د مسلم لېګ (ن) صوبايي مشر امیر مقام د خپلې ګوندي غړې نسيم اختر د نيولو غندنه کړې او له حکومته یې غوښتي چې هغه دې زر تر زره خوشې کړي. نوموړي په خپل یوه جاري کړي بیان کې کښلي چې حکومت بايد د بيان پر ازادۍ بندیزونه و نه لګوي.

بلخوا د مسلم لیګ ن سوات ضلعې مشر او د سوات ضلعي کونسل ناظم اعلی محمد علي شاه د نسیم اختر د نیولو په اړه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دا د هغې ځاني کړنه/فعل ده خو له دې سره بیا هم دوی له قانونپوهانو او د خپل ګوند له مشرانو سره په رابطه کې دي. د ده وینا وه چې نسیم اختر د پوځ او ادارو قدر کوي.

د مریم نواز په ګډون دا وخت دهغې پلار او پخوانی وزيراعظم نوازشريف هم د درغليوو په تور په زندان کې دی. د مسلم لېګ (ن) ځيني نور مشران، شاهد خاقان عباسي، خواجه سعد رفیق، حمزه شهباز او رانا ثنا الله په بېلابېلو تورونو نيول شوي او مقدمې پرې روانې دي.

مسلم لېګ (ن) د پاکستان تحريک انصاف پر حکومت تور پورې کوي چې دا مقدمې د سياسي مخالفت له وجې دي او د دوی پرضد سازش کېږي. دوی پر وزيراعظم عمران خان تور پورې کوي چې خپل مخالف سياستوال خاموشه کوي خو حکومت دا تورونه بې بنياده بولي. چارواکو ويلي چې پوليس سياسي نه دي او نيول شوي سياستوال بايد ځانونه له درغليوو پاک کړي.

پلار مې د ایین بالادستۍ لپاره په زندان کې دی. مریم نواز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:44 0:00

XS
SM
MD
LG